واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان د واڼې سیمې یو شمېر والدینو شکایت کړی چې ځینې شخصي سکولونه د ماشومانو له میاشتنیو فیسونو سربېره د امتحانونو، کتابونو او نورو بېلابېلو کارونو په نوم اضافي پیسې اخلي، خو بیا هم په دغو سکولونو کې د څښلو پاکې اوبه، صفا تشنابونه او نورې بنیادي اسانتیاوې نشته.

 

والدین وايي، د ګرانۍ په موجوده حالاتو کې د ماشومانو د تعلیم خرڅونه پوره کول ورته ورځ تر بلې ګرانېږي، خو ځینې شخصي سکولونه د میاشتني فیس ترڅنګ د نورو کارونو لپاره هم ترې پیسې غواړي.

 

د دوی په وینا، په دغو اضافي خرڅونو کې د میاشتنیو ټېسټونو، درې میاشتنیو امتحانونو، د والدینو د ورځې د پروګرامونو، د استادانو د ورځې د ډالیو او د ماشومانو بل ټولګي ته د تلو فیسونه شامل دي.

 

والدین دا شکایت هم کوي چې ځینې سکولونه د کلاسونو د رنګولو، د کمرو د ترمیم، د بلیک بورډ، وایټ بورډ، مارکرونو، پوزیو او د څښلو د اوبو د لوښو لپاره هم له زده کوونکو پیسې ټولوي.

 

د شکایتونو له مخې، په ځینو سکولونو کې د اوبو د بورنګ، د تشنابونو د جوړولو او د کلاسونو د فرشونو د پخولو خرڅونه هم پر والدینو اچول کېږي. ځینې والدین وايي چې سکولونه ماشومان د داسې کتابونو او ناولونو اخیستو ته هم اړ باسي چې د هغوی د امتحانونو له نصاب سره تړاو نه لري.

 

دوی دا شکایت هم کړی چې ځینې سکولونه د کال په پای کې د ماشومانو بل ټولګي ته د تلو په نوم دومره فیس اخلي چې کله کله له میاشتني فیس څخه هم زیات وي. د والدینو په وینا، د دومره پیسو له اخیستو سره سره په یو شمېر شخصي سکولونو کې د ماشومانو لپاره د څښلو پاکې اوبه او مناسب تشنابونه نشته.

 

دوی وايي، په ځینو سکولونو کې تشنابونه دومره چټل وي چې ماشومان یې په استعمالولو کې له ستونزو سره مخ کېږي. والدینو د ماشومانو د صحت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ادعا کوي چې په ځینو ماشومانو کې د متیازو د لارې د انفیکشن شکایتونه زیات شوي دي.

 

خو تر اوسه داسې طبي معلومات نه دي وړاندې شوي چې وښيي په واڼه کې څومره ماشومان په دې ناروغۍ اخته دي او ایا د سکولونو د تشنابونو خراب حالت ورسره تړاو لري که نه.

 

والدینو د صحت له محکمې غوښتنه کړې چې په شخصي سکولونو کې د صفایۍ، د څښلو د اوبو او د تشنابونو حالت وڅېړي او د ماشومانو د ناروغیو د ممکنه لاملونو معلومولو لپاره طبي پلټنې وکړي.

 

دوی دا شکایت هم کړی چې په ځینو سکولونو کې له ماشومانو د سزا په توګه د کلاسونو او نورو ځایونو صفايي کول غوښتل کېږي. د والدینو په خبره، ماشومان سکولونو ته د تعلیم لپاره لېږل کېږي او د صفایۍ کارونه باید د سکول د انتظامیې ذمه واري وي.

 

بلخوا والدینو د شخصي سکولونو د استادانو د تعلیمي قابلیت او تجربې د معلومولو غوښتنه هم کړې ده. دوی وايي، د ځینو سکولونو انتظامیې د زیاتو فیسونو د اخیستو په ځواب کې دعوه کوي چې استادان یې له لویو یونیورسټیو فارغ شوي دي، خو د دغو دعوو د تصدیق لپاره باید د استادانو تعلیمي اسناد وکتل شي.

 

والدین وايي، یوازې د ډګریو لرل کافي نه دي، بلکې استادان باید د ماشومانو د تعلیم او تربیې لپاره مناسبه تجربه او روزنه هم ولري. دوی له ضلعي انتظامیې، د تعلیم له محکمې، سیاسي مشرانو او منتخب استازو غوښتنه کړې چې په واڼه کې د شخصي سکولونو د فیسونو، اضافي پیسو اخیستو، د استادانو د قابلیت او د بنیادي اسانتیاوو په اړه پلټنې وکړي.

 

والدینو غوښتنه کړې چې د سکولونو د فیسونو او نورو خرڅونو لپاره دې واضح اصول وټاکل شي او د ماشومانو د صحت او تعلیم د معیار د ښه کولو لپاره دې عملي ګامونه پورته شي.

 

دوی وايي، د ګرانۍ له امله لا له وړاندې له مالي ستونزو سره مخ دي او د تعلیم په نوم اضافي خرڅونه یې ستونزې نورې هم زیاتوي. د دغو شکایتونو په اړه د اړوندو شخصي سکولونو د انتظامیو او د تعلیم محکمې دریځ لا نه دی ترلاسه شوی.