ملاکنډ (شال نیوز) : د ملاکنډ ضلعې د بټ خېلې د خار په سیمه کې د واده پر مهال د هوایي ډزو له کبله دوه جینکۍ ژوبلې شوې دي. لیویز اهلکارو د پېښې په تړاو د واده هلک او یو بل کس نیولي دي.

 

د خار تاڼې انچارج سراج خان ویلي چې د واده په مراسمو کې د هوایي ډزو پر مهال دوه جینکۍ په ګولیو لګېدلې او ژوبلې شوې دي.

 

د هغه په وینا، د پېښې له اطلاع ترلاسه کولو وروسته لیویز اهلکار ځای ته ورسېدل او د هوایي ډزو په تور یې مدثر علي خان او د واده هلک طلحه ونیول.

 

سراج خان ویلي چې د نیول شویو کسانو پرضد قانوني کارروایي روانه ده. تر اوسه د ژوبلو جینکو د عمر او روغتیایي حالت په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.