اسلاماباد (شال نیوز) : د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د بهرنیو چارو وزیرانو راتلونکې غونډې ته یې د طالبانو حکومت استازي نه دي بللي.
د دغه وزارت ویاند سجاد حیدر خان د نومبر په اتمه، د یکشنبې په ورځ ویلي چې دا پرېکړه د ایکو سازمان د غړو هېوادونو د موجودې تګلارې له مخې شوې ده. ټاکل شوې چې د ایکو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د نومبر په ۱۵مه او ۱۶مه په اسلاماباد کې جوړه شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، د ایکو غړي هېوادونه د طالبانو حکومت ته د بلنې ورکولو په اړه یو شان دریځ نه لري. ځینې هېوادونه د طالبانو استازي خپلو غونډو ته وربولي، خو ځینې نور یې نه وربولي.
افغانستان د اقتصادي همکاریو سازمان بشپړ غړی دی، خو د طالبانو حکومت لا هم د دغه سازمان د ډېرو غړو هېوادونو له خوا په رسمي توګه په رسمیت نه دی پېژندل شوی.
ایکو لس غړي هېوادونه لري چې پاکستان، ایران، ترکیه، افغانستان، اذربایجان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان پکې شامل دي. دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې او اقتصادي اړیکو د پراخولو لپاره کار کوي.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۵م کال په جولای کې د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د ایکو په ۱۷مه سرمشریزه کې ګډون کړی او وینا یې کړې وه.
خو تر دې وړاندې، د ۲۰۲۳م کال په جنورۍ کې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د ایکو د وزیرانو شورا په ۲۶مه غونډه او د ۲۰۲۴م کال په ډسمبر کې په ایران کې د دغه سازمان په ۲۸مه غونډه کې د طالبانو استازو ګډون نه و کړی.
د پاکستان تازه پرېکړه په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې د اسلاماباد او کابل ترمنځ سیاسي او امنیتي اړیکې له کړکېچ سره مخ دي.


شال نیوز