کابل (شال نیوز) : د افغانستان د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې مشر داوود ناجي د طالبانو د پوځ د لوی درستیز فصیحالدین فطرت د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د طالبانو پر وړاندې مبارزه یوازې سیاسي مخالفت نه، بلکې د انساني حقونو او ازادۍ د دفاع مسوولیت دی.
ناجي ویلي چې طالبان د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو، اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي او د دوی د واکمنۍ له امله افغانستان له نړیوالې انزوا سره مخ شوی دی.
نوموړي د طالبانو حکومت غیرقانوني بللی او ویلي یې دي چې د دې ډلې پر وړاندې مبارزه د خلکو د حقونو، ازادۍ او انساني ارزښتونو د ساتنې لپاره کېږي.
د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې مشر دا څرګندونې وروسته له هغې کړې چې د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیحالدین فطرت د نومبر په اتمه، د یکشنبې په ورځ، په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د طالبانو پر وړاندې د وسله والو جبهو جوړوونکي افغانان نه دي.
فطرت دا ادعا هم کړې چې د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې د پاکستان له خوا ملاتړ او پوځي سامانونه ترلاسه کوي. د طالبانو لوی درستیز د خپلو دغو ادعاوو د ثابتولو لپاره کوم شواهد نه دي وړاندې کړي.
د افغانستان ازادۍ جبهه او نورې مخالفې ډلې بیا وايي چې د دوی مخالفت د طالبانو له خوا د سیاسي حقونو، د ښځو د ازادۍ او د خلکو د اساسي حقونو له محدودولو سره تړاو لري.
په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د ازادۍ جبهې او ملي مقاومت جبهې په ګډون یو شمېر ډلو د طالبانو پر وړاندې د وسله وال مخالفت اعلان کړی دی.
په همدې موده کې طالبانو د نجونو له شپږم ټولګي پورته زده کړې بندې کړې، د ښځو پر کار یې پراخ بندیزونه لګولي او پر سیاسي او مدني فعالیتونو یې محدودیتونه زیات کړي دي.
د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار لګول شوي بندیزونه ختم کړي او د افغانستان د ټولو وګړو اساسي حقونو ته درناوی وکړي. طالبان بیا وايي چې د دوی حکومت د اسلامي شریعت له مخې د خلکو حقونه خوندي کوي.


شال نیوز