واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا د مشیګن ایالت نوي منتخب مسلمان سناتور عبدالرحمان السید ویلي، د فلسطیني ماشومانو د وژنې مخالفت له یهودانو سره د کرکې او دښمنۍ معنا نه لري او فلسطیني او اسرائیلي ماشومان دواړه د امن او خوندي ژوند حق لري.
السید د نومبر په پنځمه د امریکايي ټیلیویژن اېم اېس ناو د «مارننګ جو» پروګرام په مرکه کې پر اسرائیل د امریکا د پوځي مرستو د بندولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې واشنګټن باید خپلې پیسې د بهرنیو جګړو پر ځای د امریکايي ولس د ژوند ښه کولو ته ورکړي.
د پروګرام کوربه ویلي ګایسټ له السید څخه پوښتنه وکړه چې د مشیګن هغو یهودي رایې ورکوونکو ته څه پیغام لري چې د یهودانو پر ضد د کرکې او د هغوی د امنیت په اړه اندېښمن دي.
السید په ځواب کې وویل چې دی په داسې سیمه کې لوی شوی چې د ده د لېسې شاوخوا ۴۰ سلنه زده کوونکي یهودان وو. نوموړي وویل چې له ماشومتوبه یې د یهودانو په مذهبي مراسمو کې ګډون کړی او د یهودي مذهب او په امریکايي ټولنه کې د یهودانو د خدمتونو درناوی کوي.
هغه وویل، د مسلمان په توګه پخپله هم له مذهبي تعصب سره مخ شوی او په دې پوهېږي چې خلک د خپل مذهب له امله له کومو ستونزو سره مخ کېدای شي. السید زیاته کړه چې کله خپل ماشومان جومات ته پرېږدي، دی هم د هغوی د امنیت په اړه اندېښمن وي او غواړي چې بېرته یې په خیر کور ته راولي.
نوموړي وویل چې د یهودي ماشومانو د امنیت ملاتړ هماغسې کوي لکه د خپلو ماشومانو د امنیت. خو هغه ټینګار وکړ چې د یهودانو د امنیت مسئله باید د اسرائیل د حکومت له پوځي اقداماتو څخه بېله وکتل شي.
السید وویل، امریکا هر کال اسرائیل ته په میلیاردونو ډالر پوځي مرستې ورکوي او په دغو پیسو داسې وسلې او ټانکونه اخیستل کېږي چې د ده په وینا، په غزه کې د خلکو د وژلو او ځپلو لپاره کارول شوي دي.
نوموړي د اسرائیل پوځي عملیات نسل وژنه وبلله او ویې ویل چې امریکا باید د یوه بهرني حکومت د داسې اقداماتو مالي ملاتړ ونه کړي. هغه وویل، کله چې څوک د بې ګناه فلسطیني ماشومانو د وژنې مخالفت کوي، ځینې خلک یې له یهودانو سره په دښمنۍ تورنوي.
السید وویل چې دا مخالفت له یهودانو سره د کرکې له امله نه دی، بلکې فلسطیني ماشومانو ته هم د هماغه مینې او درناوي غوښتنه ده چې د یوه یهودي ماشوم لپاره کېږي.
نوموړي وویل چې د یهودي مذهب، یهودي خلکو او د اسرائیل د حکومت ترمنځ باید توپیر وشي او د اسرائیل پر حکومتي اقداماتو نیوکه د یهودانو له مذهب سره مخالفت نه دی.
هغه د خپلې کورنۍ د اصلي وطن مصر مثال ورکړ او ویې ویل، که څوک د مصر د حکومت د بشري حقونو پر سرغړونو نیوکه کوي، دا په دې معنا نه ده چې له مصریانو سره دښمني لري.
السید وویل چې د امریکا خارجه پالیسي باید د نړیوال قانون او بشري حقونو پر اصولو ولاړه وي او له ټولو هېوادونو سره باید یو شان چلند وشي. نوموړي په غزه کې د خلکو د ژوند خراب حالت او په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیل پر تګلارو هم نیوکه وکړه.
هغه وویل چې په غزه کې خلک لا هم د ژوند له بنیادي ضرورتونو سره د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي او په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې توپیریز چلند دوام لري. اسرائیل په غزه کې د نسل وژنې تورونه ردوي او وايي چې پوځي عملیات یې د حماس پر ضد دي.
السید د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې خبرې ملاتړ هم وکړ چې اسرائیل ته د امریکا د پوځي مرستو د بندولو په اړه یې کړې وه.
نوموړي وویل چې په دې مسئله کې له ټرمپ سره کار کولو ته تیار دی، ځکه د ده په وینا، د امریکا پیسې باید د داسې بهرني پوځ پر ملاتړ ونه لګول شي چې د امریکايي وسلو په کارولو یې د خلکو پر ضد ناوړه اقدامات کړي دي. هغه زیاته کړه چې امریکا باید اسرائیل ته د وسلو پر پلورلو هم له سره غور وکړي.
ټرمپ د نومبر په درېیمه د فاکس نیوز په یوه مرکه کې ویلي وو چې اسرائیل نور د امریکا پوځي مرستو ته ضرورت نه لري او د دغو مرستو د بندولو پرېکړه یې د اسرائیل له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره په خبرو کې کړې ده.
د امریکا او اسرائیل ترمنځ د لس کلن تړون له مخې، واشنګټن اسرائیل ته هر کال شاوخوا درې اعشاریه اته میلیارد ډالر پوځي مرستې ورکوي. دغه تړون تر ۲۰۲۸ کال پورې دی.
السید د مرکې پر مهال وویل چې غواړي داسې راتلونکی وویني چې یو فلسطیني ماشوم او یو یهودي اسرائیلی ماشوم دواړه په خپله خاوره کې د جګړې او تشدد له وېرې پرته ژوند وکړي او د خپل راتلونکي په اړه ډاډمن وي.
هغه پوښتنه وکړه چې څنګه داسې حالت رامنځته کېدای شي چې د دواړو خواوو ماشومان د نورو خلکو د تشدد له امله خپل ژوند او راتلونکی له لاسه ورنه کړي.
عبدالرحمان السید، چې ۴۲ کلن دی او د عامې روغتیا ډاکټر پاتې شوی، د نومبر په درېیمه د امریکا د منځمهاله انتخاباتو پر مهال د مشیګن ایالت د سنا څوکۍ وګټله.
هغه د ډیموکراټ ګوند له خوا انتخاباتو ته ولاړ و او خپل جمهوري غوښتونکي سیال مایک راجرز ته یې ماتې ورکړه. السید د امریکا په تاریخ کې لومړی مسلمان دی چې د سنا جرګې ته انتخاب شوی او د راتلونکي کال په جنورۍ کې به خپله څوکۍ واخلي.
د انتخاباتي کمپاین پر مهال ولسمشر ډونالډ ټرمپ او یو شمېر نورو جمهوري غوښتونکو پر السید له سخت دریځو ډلو سره د اړیکو تورونه لګولي وو، خو نوموړي دا تورونه رد کړي دي.
ټرمپ هغه د اخوان المسلمین غړی او جهادي بللی و، خو د دغو تورونو د ثابتولو لپاره یې شواهد نه وو وړاندې کړي. السید په مرکه کې وویل چې د مشیګن خلکو د ده د مذهب او نوم پر ضد د کرکې کمپاین رد کړ او د هغو مسئلو پر بنیاد یې رایه ورکړه چې د خلکو له ورځني ژوند سره تړاو لري.
نوموړي وویل چې د ده انتخاباتي بریا هغو ماشومانو ته هم یو پیغام دی چې د خپل مذهب، نوم یا د پوستکي د رنګ له امله له تعصب سره مخ کېږي.
هغه زیاته کړه چې د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره له هر هغه سیاستوال سره کار کولو ته تیار دی چې د روغتیايي اسانتیاوو د پراخولو، د ژوند د لګښتونو د کمولو او په سیاست کې د لویو کمپنیو د مالي اثر د محدودولو ملاتړ کوي.
السید وویل چې که ټرمپ هم په دغو مسئلو کې همکاري غواړي، دی ورسره خبرو او ګډ کار ته تیار دی. د هغه په وینا، سیاست باید د مخالفینو څخه د بدل اخیستو پر ځای د ولس د ستونزو د حل لپاره وکارول شي.
د السید دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې په امریکا کې د غزې د جګړې، اسرائیل ته د پوځي مرستو، د یهودانو د امنیت او د فلسطینیانو د حقونو په اړه سیاسي اختلافونه روان دي.


شال نیوز