پېښور (شال نیوز) : په خېبر پښتونخوا کې نږدې پنځه میلیونه ماشومان سکولونو ته نه ځي، چې له امله یې دغو ماشومانو ته د کولمو د چینجیو ضد دواګانو رسول د صحت د ادارو لپاره یوه لویه ستونزه جوړه شوې ده.

 

د صحت ماهرین وايي، هغه ماشومان چې د څښلو پاکو اوبو، تشنابونو او د صفایۍ مناسبو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري، د کولمو د چینجیو په ناروغۍ د اخته کېدو له زیات خطر سره مخ دي.

 

د ډاکټرانو په وینا، د کولمو چینجي د ماشومانو په بدن کې د خوراکي موادو د جذب مخه نیسي، چې له امله یې د وینې کمی، کمزوري، خوارځواکي او د ماشومانو په وده کې ځنډ رامنځته کېدای شي. دغه ناروغي د ماشومانو پر زده کړو، صحت او ورځني ژوند هم بد اغېز کولی شي.

 

د پاکستان د کولمو د چینجیو د ملي سروې د معلوماتو له مخې، په هېواد کې شاوخوا دوه کروړه او ۱۷ لکه د سکول د عمر ماشومان او ۹۳ لکه له سکول مخکې عمر ماشومان د دې ناروغۍ له خطر سره مخ بلل شوي وو.

 

د صحت نړیوالې ادارې، ډبلیو اېچ او، د معلوماتو له مخې، په ټوله نړۍ کې شاوخوا یو نیم ارب کسان د کولمو په هغو چینجیو اخته دي چې د ککړې خاورې له لارې انسانانو ته انتقالېږي.

 

دغه اداره وايي، دا ناروغي په هغو سیمو کې زیاته خپرېږي چې د څښلو پاکې اوبه، تشنابونه او د صفایۍ اسانتیاوې پکې کمې وي. د صحت نړیواله اداره سپارښتنه کوي چې په هغو سیمو کې چې د کولمو د چینجیو ناروغي زیاته وي، ماشومانو ته دې په ټاکلو وختونو کې د چینجیو ضد دواګانې ورکړل شي.

 

خو په خېبر پښتونخوا کې د سکولونو له لارې ماشومانو ته د دغو دواګانو رسول له لویو ستونزو سره مخ دي، ځکه د صوبې میلیونونه ماشومان سکولونو ته نه ځي.

 

د ۲۰۲۳ کال د مردم شمارۍ د شمېرو له مخې، په خېبر پښتونخوا کې د پنځو او ۱۶ کلونو ترمنځ شاوخوا ۴۹ لکه او ۲۰ زره ماشومان له سکولونو بهر دي، چې د دې عمر د ټولو ماشومانو ۳۷ اعشاریه ۴۹ فیصده جوړوي.

 

په دغو ماشومانو کې شاوخوا ۲۹ لکه او ۲۰ زره جینکۍ او ۲۰ لکه هلکان شامل دي. د سکولونو له لارې د صحت د پروګرامونو په چلولو کې دا یوه لویه ستونزه ده، ځکه هغه ماشومان چې سکولونو ته نه ځي، د دواګانو د وېش له پروګرامونو پاتې کېدای شي.

 

په پاکستان کې د انټراېکټیو ریسرچ اېنډ ډوېلپمنټ، آی آر ډي، ادارې له ۲۰۱۹ کال راهیسې د سکولونو له لارې ماشومانو ته د کولمو د چینجیو ضد دواګانو ورکولو پروګرام پیل کړی دی.

 

د دې ادارې د پاکستان ډي ورمنګ انېشېټیو، پي ډي آی، د اړیکو ټیم شال نیوز ته ویلي چې د دغه پروګرام له لارې تر اوسه په پاکستان کې دوه کروړه او ۵۳ لکه ماشومان تر پوښښ لاندې راوستل شوي دي.

 

د ټیم د معلوماتو له مخې، یوازې په خېبر پښتونخوا کې د ۲۲ ضلعو ۲۶ زره او ۷۵۳ سرکاري او شخصي سکولونه له دې پروګرام سره رجسټر دي. د ادارې چارواکي وايي، دغه پروګرام یوازې په خېبر پښتونخوا کې نه دی روان، بلکې د بلوچستان حکومت هم په سرکاري توګه د دې پروګرام ذمه واري اخستې ده.

 

د پروګرام چارواکي وايي، پاکستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د کولمو د چینجیو ناروغي پکې یوه لویه روغتیايي ستونزه ده. خو د سکولونو له لارې د دواګانو د وېش ترڅنګ دا پوښتنه هم راپورته کېږي چې له سکولونو بهر میلیونونو ماشومانو ته به دغه دواګانې څنګه رسول کېږي؟

 

د صحت ماهرین وايي، یوازې د چینجیو ضد دواګانې ورکول د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره کافي نه دي، ځکه ماشومان د ناپاکو اوبو، ککړې خاورې او ناپاک چاپېریال له لارې بیا هم په دې ناروغۍ اخته کېدای شي.

 

د دوی په وینا، د ناروغۍ د مخنیوي لپاره د څښلو پاکې اوبه، مناسب تشنابونه، په صابون د لاسونو مینځل او د صفایۍ په اړه د خلکو پوهول هم ډېر ضروري دي.

 

ماهرین وايي، حکومت او د صحت ادارې باید د سکولونو له لارې د دواګانو د وېش ترڅنګ د هغو ماشومانو لپاره هم ځانګړی بندوبست وکړي چې سکولونو ته نه ځي، څو هغوی هم د چینجیو ضد دواګانې ترلاسه کړي.