واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان ضلعې په زرمیلن سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او حکومت ته د تسلیم شوو وسله والو ترمنځ په نښته کې یو تن وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

 

د سیمې سرچینو شال نیوز ته ویلي چې د نومبر په اتمه د سهار شاوخوا لس بجې د ټي ټي پي ۲۵ تر ۳۰ وسله وال د توی خولې تاڼې په حدودو کې د زرمیلن اتوار بازار ته ورننوتل، چې هلته له وړاندې د تسلیم شوو وسله والو د ډلې ځینې کسان موجود وو.

 

د سرچینو په وینا، د دواړو ډلو ترمنځ ډزې وشوې چې پکې د تسلیم شوو وسله والو څلور کسان ژوبل شول. سرچینې وايي، له نښتې وروسته امنیتي ځواکونو درې ژوبل کسان پوځي قلعې ته یوړل، خو څلورم ژوبل، مجاهد د عبدالخالق زوی، د ټي ټي پي د شمشاد ډلې وسله والو له ځان سره بوتلو.

 

د سرچینو په وینا، وسله والو وروسته مجاهد وژلی دی، خو شال نیوز تر اوسه د هغه د وژل کېدو خپلواکه پخلی نه دی کړی. تر اوسه دا نه ده معلومه چې د دواړو ډلو ترمنځ نښته په څه خبره پیل شوې او ایا د ټي ټي پي وسله والو ته هم پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

د سیمې د خلکو په وینا، له نښتې وروسته ډزې بندې شوې دي. په کوز سویلي وزیرستان کې د تسلیم شوو وسله والو او ټي ټي پي ترمنځ د اختلافاتو او د دغو ډلو د فعالیتونو موضوع له وړاندې هم د سیمې د امنیتي حالاتو یوه مهمه برخه پاتې شوې ده.

 

د پاکستان حکومت په تېرو کلونو کې د هغو وسله والو د تسلیمېدو لپاره هڅې کړې دي چې غوښتل یې وسله کېږدي او عادي ژوند ته ستانه شي. خو د دغو کسانو د امنیت او د پخوانیو وسله والو ډلو ترمنځ د اړیکو په اړه پوښتنې لا هم موجودې دي.

 

د زرمیلن د دې نښتې په اړه د پولیسو، امنیتي ځواکونو او ټي ټي پي رسمي دریځونه تر اوسه نه دي ترلاسه شوي. شال نیوز هڅه کوي چې د پېښې په اړه نور معلومات ترلاسه کړي.