بنو (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د بنو ضلعې په تاجي کلا اډه کې د میراخېل، تاجي خېل او نورو قومونو مشرانو او دوکاندارانو د یوې ګډې جرګې پر مهال د جرمونو او وسله والو شخړو د مخنیوي لپاره ۱۵ کسیزه کمیټي جوړه کړې او د قتل، ژوبلولو او پر خلکو د ډزو کولو په صورت کې یې د نغدي جرمانو پرېکړه کړې ده.

 

دغه جرګه وروسته له هغې رابلل شوې چې په تېرو ورځو کې په تاجي کلا اډه کې د دوو ډلو ترمنځ ډزې شوې وې. په جرګه کې پرېکړه شوې چې د تاجي کلا اډې په حدودو کې د قتل په صورت کې به پر ذمه وار کس لس لکه روپۍ او دوه ګډان جرمانه لګول کېږي.

 

د چا د ژوبلولو په صورت کې به پنځه لکه روپۍ او د وژلو په نیت پر چا د ډزو کولو په صورت کې به یو لک روپۍ جرمانه وي. د جرګې ګډونوالو دا پرېکړه هم کړې چې که څوک ټاکل شوی جرمانه ور نه کړي، نو قوم به ورسره ټولنیز پرېکون کوي.

 

په جرګه کې د جوړې شوې ۱۵ کسیزې کمیټۍ مشري عرفان الله خان ته سپارل شوې او د مشرۍ پګړۍ ور په سر شوې ده. د مشورتي شورا غړي فرمان الله خان میراخېل د کمیټۍ له غړو لوړه واخسته.

 

د جرګې پر مهال فرمان الله خان میراخېل، عرفان الله خان او اسماعیل تاجي خېل وویل چې په اډه کې د دوو ډلو ترمنځ وروستۍ ډزې د سیمې د خلکو د یووالي او ګډې پرېکړې سبب شوې دي. دوی وویل چې د قومونو او دوکاندارانو په ګډه همکارۍ به په اډه کې د وسله والو شخړو او نورو ناخوښو پېښو د مخنیوي هڅې کېږي.

 

جرګې دا پرېکړه هم وکړه چې د تاجي کلا اډې په حدودو کې د ټریفکي حادثې په صورت کې به ۱۵ کسیزه کمیټي د پېښې نوعیت او حالاتو ته په کتو د جرمانې په اړه پرېکړه کوي. د جرګې ګډونوالو وویل چې ځايي انتظامیې او مشورتي شورا ورسره د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

 

خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د جرګې له خوا ټاکل شوي جرمانې به د کوم قانون له مخې عملي کېږي او که د قتل یا نورو جرمونو په اړه مقدمه درج شي، نو د پولیسو او عدالتونو له قانوني کارروایۍ سره به د دغې کمیټۍ پرېکړې څه ډول تړاو لري.

 

په پاکستان کې د قتل، اقدام قتل او نورو جنايي جرمونو پلټنې او قانوني سزاګانې د پولیسو او عدالتونو د واک برخه ده. د جرګې له خوا د جرمانو اعلان په خپله د قانوني سزا ځای نه شي نیولی.