کابل (شال نیوز) : د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست ویلي چې د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې درې ډوله کسان د پاسپورټ ترلاسه کولو شرایط نه پوره کوي او پاسپورټونه نه شي اخستلی.

 

د دغه ریاست د ویاند په وینا، په لومړۍ ډله کې هغه کسان شامل دي چې په جزايي، مدني او سوداګریزو قضیو کې د محکمې د پرېکړې له مخې د پاسپورټ له اخستلو منع شوي وي.

 

په دویمه ډله کې له ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان او تنکي ځوانان شامل دي چې د پاسپورټ غوښتنې پر مهال یې مور، پلار یا قانوني سرپرست ورسره نه وي. دریمه ډله هغه کسان دي چې د بیف سیسټم او بایومټریک معلوماتو له لارې یې له هېواده پر وتلو بندیز لګېدلی وي.

 

د پاسپورټ عمومي ریاست ویلي چې د پاسپورټونو د ورکړې چارې د قانوني شرایطو او اداري اصولو له مخې ترسره کېږي او غوښتونکي باید خپل هویتي اسناد او نور اړین معلومات په سمه توګه وړاندې کړي.

 

د دغه ریاست په رسمي لارښود کې د پاسپورټ د نه ورکولو ځینې نور شرایط هم یاد شوي دي. د لارښود له مخې، هغه کسان چې د طالبانو حکومت ته له ۵۰ زرو افغانیو زیات پور لري، هم د پاسپورټ په اخستلو کې له محدودیتونو سره مخ کېدای شي.

 

د پاسپورټ ریاست همدارنګه ویلي چې غوښتونکي باید د تابعیت اصلي تذکره ولري، د بایومټریک معلوماتو د ثبت لپاره په خپله حاضر شي او د غوښتنلیک ټول اړین پړاوونه بشپړ کړي. د ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرونکو کسانو لپاره د مور، پلار یا قانوني سرپرست له خوا د غوښتنلیک سپارل اړین بلل شوي دي.

 

د طالبانو د پاسپورټ ریاست نه دي روښانه کړي چې دا شرایط تازه نافذ شوي او که د پخوانیو مقرراتو د عملي کېدو په اړه یې وضاحت ورکړی دی. تر اوسه دا هم نه ده څرګنده چې د دغو محدودیتونو له امله څومره کسان د پاسپورټ له ترلاسه کولو محروم شوي دي.