پېښور (شال نیوز) : د پاکستان د پانګونې د اسانتیاوو ځانګړې شورا (اېس آی اېف سي) ډایرېکټر جنرل په پېښور کې د خېبر پښتونخوا د صنعت او تجارت د خونو له استازو سره په صوبه کې د کاروبار د اسانتیاوو، پانګونې د زیاتولو او د کاروباریانو د ستونزو د هوارولو په اړه خبرې کړې دي.
د نومبر په اتمه د اېس آی اېف سي له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په دې ملاقات کې د صوبې د کاروباري ماحول د ښه کولو، د سرکاري ادارو د غیر ضروري شرطونو د کمولو او خصوصي شعبې ته د اسانتیاوو د برابرولو پر لارو چارو بحث شوی دی.
د اعلامیې له مخې، د اېس آی اېف سي ډایرېکټر جنرل د صنعت او تجارت د خونو استازو ته د شورا د کار، اختیارونو او هغو اقداماتو په اړه معلومات ورکړي چې په پاکستان کې د پانګونې د زیاتولو او کاروبارونو ته د اسانتیاوو د برابرولو لپاره روان دي.
نوموړي ویلي چې شورا د خېبر پښتونخوا له حکومت سره په ګډه پر یو شمېر انتظامي او قانوني اصلاحاتو کار کوي چې مقصد یې د کاروبار د پیل او چلولو طریقې اسانول، غیر ضروري سرکاري خنډونه لرې کول او خصوصي پانګوالو ته مناسب ماحول برابرول دي.
د ملاقات پر مهال د صنعت او تجارت د خونو استازو په خېبر پښتونخوا کې د کاروباریانو ستونزې، انتظامي مشکلات او هغه خنډونه د شورا له چارواکو سره شریک کړي چې د دوی په وینا، د کاروباري فعالیتونو او پانګونې مخه نیسي.
استازو غوښتنه کړې چې د وفاقي او صوبايي ادارو ترمنځ دې اړیکې زیاتې شي او د کاروباریانو ستونزې دې پر وخت هوارې کړل شي. د اېس آی اېف سي چارواکو ډاډ ورکړی چې شورا به د وفاقي او صوبايي حکومتونو په مرسته د دغو ستونزو د هوارولو او د کاروبار په وړاندې د خنډونو د لرې کولو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.
د شورا ډایرېکټر جنرل ویلي چې په خېبر پښتونخوا کې د پانګونې او تجارتي فعالیتونو د زیاتولو لپاره د وفاقي حکومت، صوبايي حکومت او کاروباري ټولنې ترمنځ ګډ کار ضروري دی.
خو په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې کاروباریانو کومې مشخصې ستونزې وړاندې کړې، د هغو د هوارولو لپاره څه پرېکړې شوې او یا به اعلان شوې اصلاحات تر کومې نېټې عملي کېږي.
همدارنګه د ملاقات پر مهال د کومې نوې پانګونې، مالي مرستې یا تجارتي منصوبې د منظورۍ یادونه هم نه ده شوې. د اېس آی اېف سي په وینا، شورا به د خېبر پښتونخوا له حکومت او کاروباري ټولنې سره خپلې اړیکې جاري ساتي، څو په صوبه کې د پانګونې او کاروباري فعالیتونو لپاره مناسب حالات برابر شي.


شال نیوز