پېښور (شال نیوز) : عوامي نېشنل ګوند د خېبر پښتونخوا د لوړو زده کړو محکمې له خوا د کالجونو لپاره په اعلان شوو ادبي سیالیو کې د پښتو ژبې پر نه شاملولو سختې نیوکې کړې او له صوبايي حکومته یې غوښتي چې پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي.
د عوامي نېشنل ګوند د کلتوري چارو سیکرټر اکبر هوتي د نومبر په اوومه په یوه بیان کې ویلي چې د شاوخوا څلور کروړه پښتنو مورنۍ ژبې ته په سرکاري ادبي سیالیو کې ځای نه ورکول د صوبې له تاریخي، کلتوري او ادبي شناخت سره بېانصافي ده.
د هغه په وینا، د خېبر پښتونخوا د لوړو زده کړو محکمې د نومبر او ډسمبر میاشتو لپاره په کالجونو کې د هلکانو او جینکو د ادبي سیالیو پروګرام اعلان کړی چې پکې د اردو او انګلیسي ژبو لپاره بېلابېلې سیالۍ شاملې دي، خو پښتو ته پکې ځای نه دی ورکړل شوی.
اکبر هوتي ویلي چې په اعلان شوو سیالیو کې د مضمون لیکلو، تقریر کولو، سنجیده شاعرۍ او طنزیه شاعرۍ برخې شاملې دي. زده کوونکي کولی شي په اردو او انګلیسي ژبو پکې برخه واخلي، خو په پښتو ژبه د ګډون لپاره ورته کومه برخه نه ده ځانګړې شوې.
نوموړي پوښتنه کړې چې په هغه صوبه کې چې پښتو د ډېرو اوسېدونکو مورنۍ ژبه ده، ولې د دې ژبې زده کوونکي په خپلو تعلیمي ادارو کې د پښتو ادبي سیالیو له برخې اخستو بېبرخې ساتل کېږي؟
د عوامي نېشنل ګوند د کلتوري چارو سیکرټر ویلي چې پښتو د اوږد تاریخ، شاعرۍ، نثر او ولسي ادب لرونکې ژبه ده او په تعلیمي ادارو کې یې له پامه غورځول د ځوان نسل د ادبي استعدادونو د ودې لارې محدودوي.
هغه زیاته کړې چې د ادبي سیالیو موخه د زده کوونکو د لیکلو، وینا کولو او تخلیقي وړتیاوو پیاوړي کول دي او د پښتو ژبې له شاملولو پرته دا موخه په بشپړه توګه نه شي ترلاسه کېدای.
اکبر هوتي له صوبايي حکومت او د لوړو زده کړو له محکمې غوښتي چې په اعلان شوي پروګرام کې بدلون راولي او پښتو ته هم د اردو او انګلیسي په څېر په ټولو ادبي سیالیو کې برابر ځای ورکړي.
د خېبر پښتونخوا د لوړو زده کړو محکمې د نومبر او ډسمبر لپاره په کالجونو کې د ادبي سیالیو اعلان کړی دی. د خپرو شوو معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د مضمون لیکلو، تقریر او شاعرۍ برخې شاملې دي.
خو عوامي نېشنل ګوند وايي چې په اعلان شوي پروګرام کې پښتو ژبې ته ځای نه دی ورکړل شوی. تر اوسه د خېبر پښتونخوا د لوړو زده کړو محکمې د عوامي نېشنل ګوند د نیوکو په ځواب کې خپل دریځ نه دی څرګند کړی.
دا هم نه ده روښانه چې پښتو ژبه د کومې ځانګړې پرېکړې له مخې له دغو سیالیو پاتې شوې او که د پروګرام په جوړولو کې ورته ځای نه دی ځانګړی شوی.


شال نیوز