کابل (شال نیوز) : د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت ویلي چې د دوی د حکومت پر ضد وسله‌والې جبهې جوړوونکي کسان افغانان نه دي او د پاکستان په ملاتړ فعالیت کوي.

 

فطرت د نومبر په اتمه په کابل کې د څه باندې زرو طالب پوځي منسوبینو د فراغت مراسمو ته په وینا کې ادعا کړې چې پاکستان د طالبانو مخالفو وسله‌والو ډلو ته مالي مرستې او پوځي تجهیزات ورکوي.

 

نوموړي ویلي چې دغه ډلې د افغانستان له خاورې او خلکو سره تړاو نه لري او د بهرنیو هېوادونو په ملاتړ د طالبانو د حکومت پر ضد فعالیتونه کوي. فطرت د خپلې وینا پر مهال د دغو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره د طالبانو د امنیتي او پوځي ځواکونو پر رول هم ټینګار کړی دی.

 

د طالبانو لوی درستیز دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې د دوی پر ضد څو وسله‌والې جبهې جوړې شوې دي. په دغو ډلو کې د افغانستان د ملي مقاومت جبهه، د افغانستان د ازادۍ جبهه او د افغانستان متحده جبهه شاملې دي.

 

دغه ډلې وخت په وخت د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر امنیتي او پوځي ځواکونو د بریدونو ادعاوې کوي. خو د دغو بریدونو او د مرګ ژوبلې د شمېرو خپلواک تایید تل ممکن نه وي.

 

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په راپور کې هم د طالبانو پر ضد د وسله‌والو ډلو فعالیتونو ته اشاره شوې ده.

 

د دغه راپور له مخې، د ملي مقاومت جبهې، د افغانستان د ازادۍ جبهې او ځینو نورو وسله‌والو ډلو فعالیتونه دوام لري، خو دغه ډلې د افغانستان په هېڅ سیمه کې دایمي ځمکنۍ ولکه نه لري او تر اوسه یې د طالبانو واکمنۍ ته د ځمکنۍ ولکې له پلوه د پام وړ ګواښ نه دی پېښ کړی.

 

د طالبانو چارواکو تر دې وړاندې هم پاکستان د خپلو وسله‌والو مخالفانو په ملاتړ تورن کړی، خو اسلام‌اباد دغه تورونه نه دي منلي. بلخوا پاکستان پر طالبانو تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان، ټي‌ټي‌پي، وسله‌والو ته یې په افغانستان کې پناه ورکړې او هغوی د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي.

 

طالبان د پاکستان دا تورونه ردوي او وايي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد د فعالیتونو لپاره نه کارول کېږي. د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د سرحدي نښتو، امنیتي اختلافاتو او د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه د متقابلو تورونو له امله نورې هم خرابې شوې دي.

 

پاکستان تر اوسه د طالبانو د لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت د نومبر د اتمې د نویو تورونو په اړه غبرګون نه دی څرګند کړی. د طالبانو مخالفو وسله‌والو جبهاتو هم د فطرت د دغو څرګندونو په اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.