نیمروز (شال نیوز) : د افغانستان په نیمروز ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست د پاکستانیو درملو پر پېر، پلور، وېش او کارولو بندیز لګولی او د درملتونونو او روغتیايي مرکزونو مسوولانو ته یې امر کړی چې دغه درمل له خپلو مرکزونو او بازارونو څخه راټول کړي.
د نیمروز د عامې روغتیا ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي چې درملتونونه، کلینیکونه، روغتونونه او د درملو د عمده خرڅلاو مرکزونه باید ټول هغه پاکستاني درمل له خپلو مرکزونو وباسي چې اوس هم ورسره موجود دي.
په خبرپاڼه کې خبرداری ورکړل شوی چې که د څارنې ډلې په درملتونونو او روغتیايي مرکزونو کې پاکستاني درمل ومومي، ضبط به یې کړي او وسوځوي. دغه ریاست ویلي چې د پرېکړې د نه عملي کوونکو پر ضد به قانوني اقدامات هم کېږي.
د نیمروز د عامې روغتیا ریاست د دې بندیز د لامل په اړه نور تفصیلات نه دي ورکړي. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د طالبانو حکومت له دې وړاندې هم له پاکستان څخه افغانستان ته د درملو پر واردولو بندیز لګولی و.
د طالبانو د مالیې وزارت د روان ۲۰۲۶م کال د فبرورۍ په نهمه اعلان کړی و چې له پاکستان څخه د درملو واردول د افغانستان په ټولو ګمرکونو کې منع دي.
تر دې وړاندې د جنورۍ په میاشت کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د پاکستانیو درملو د تدریجي راټولولو او له بازار څخه د ایستلو لپاره د یوې ځانګړې کمېټې د جوړولو خبر ورکړی و.
د طالبانو د حکومت د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر هم د پاکستانیو درملو د کیفیت په اړه پوښتنې راپورته کړې وې او سوداګرو ته یې ویلي وو چې د درملو د واردولو لپاره له پاکستان پرته نورو هېوادونو ته مخه کړي.
د طالبانو چارواکو ویلي چې هڅه کوي له ایران، هند او نورو هېوادونو څخه د درملو واردات زیات کړي، څو د پاکستانیو درملو بدیلونه برابر شي.
د راپورونو له مخې، د اکټوبر په ۲۷مه په کندهار کې هم د پاکستانیو درملو پر پېر او پلور بندیز لګول شوی و او درملتونونو ته د دغو درملو د راټولولو لارښوونه شوې وه. تر دې وړاندې په هلمند کې هم ورته اقدامات شوي وو.
بلخوا، د افغانستان په ځینو ولایتونو کې درمل پلورونکو او عامو خلکو اندېښنه څرګنده کړې چې د پاکستانیو درملو له بازار څخه ایستل ښايي د ځینو اړینو درملو کمښت او د بیو لوړېدو ته لاره هواره کړي.
د راپورونو له مخې، د ځینو پاکستانیو درملو بدیلونه په بازارونو کې په اسانۍ نه موندل کېږي او خلک اندېښنه لري چې د درملو کمښت به د ناروغانو، په ځانګړي ډول د هغو کسانو ستونزې زیاتې کړي چې هره ورځ درملو ته اړتیا لري.
تر اوسه د نیمروز د عامې روغتیا ریاست دا نه دي څرګند کړي چې د راټولو شوو درملو پر ځای به کوم بدیل درمل بازار ته وړاندې کېږي او د اړینو درملو د کمښت د مخنیوي لپاره یې څه انتظامات کړي دي.


شال نیوز