انقره (شال نیوز) : ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د ترکیې پولیسو د ایران پولې ته څېرمه په حکاري ولایت کې ۶۳ افغان کډوال نیولي او د بېرته ایستلو د قانوني چارو د بشپړولو لپاره یې اغري ولایت ته لېږدولي دي.
د افغان تریبون د راپور له مخې، دغه کډوال له ایران څخه د قانوني اسنادو پرته ترکیې ته اوښتي وو چې وروسته د پولیسو له خوا ونیول شول.
ترکي رسنیو ویلي چې د دغو کډوالو د لېږد په تړاو یو بل کس هم نیول شوی او د قانوني څېړنو لپاره عدلي چارواکو ته سپارل شوی دی. تر اوسه د نیول شوي کس د هویت او تابعیت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د راپورونو له مخې، نیول شوي افغان کډوال به د قانوني پړاوونو تر بشپړېدو وروسته له ترکیې څخه وایستل شي. دا لا نه ده څرګنده چې دغه کسان به نېغ په نېغه افغانستان ته ولېږل شي او که بل هېواد ته.
ترکیه د هغو افغان کډوالو لپاره یوه مهمه لاره ده چې له ایران څخه د یورپ هېوادونو ته د رسېدو هڅه کوي. د ترکیې امنیتي ادارې وخت په وخت د ایران پولې ته څېرمه د قانوني اسنادو پرته د ورننوتونکو کسانو د نیولو خبرونه خپروي.
په وروستیو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه هم د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ چټکه شوې ده. نړیوالو مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی چې د ګڼ شمېر کډوالو راستنېدل په افغانستان کې پر کورونو، روغتیايي خدمتونو، تعلیم او د کار پر امکاناتو فشار زیاتوي.
د کډوالو د حقونو مدافعې ادارې ټینګار کوي چې د کډوالو د بېرته ستنولو پر مهال باید د هغوی قانوني حقونه خوندي وساتل شي او هغه کسان باید په زور ونه ایستل شي چې په خپل هېواد کې له جدي خطرونو سره مخ کېدای شي.


شال نیوز