سپېن (شال نیوز) : د سپېن د اورېنسې صوبې په آیاریتس ښار کې د یوه نوي زېږېدلي ماشوم مړی د یوې ودانۍ په ګودام کې له فریزر څخه موندل شوی دی.
د سپېن ځايي ورځپاڼې «لا رخیون» د راپور له مخې، داسې امکان شته چې د ماشوم مړی له شلو کلونو څخه د زیاتې مودې راهیسې په فریزر کې پروت و.
تر اوسه دا نه ده څرګنده چې ماشوم څنګه مړ شوی، مړی یې چا په فریزر کې اېښی او د دومره اوږدې مودې لپاره ولې هلته پاتې شوی و. د ماشوم د مړینې د علت او د پېښې د نورو تفصیلاتو په اړه لا کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.


شال نیوز