بنو (شال نیوز) : د بنو ضلعې د ډومېل تحصیل په کاشو سیمه کې د اتوار مېلې ته نږدې د پولیسو پر ناکه ډرون برید شوی، چې پکې درې پولیس اهلکار ژوبل شوي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، نامعلومو کسانو د ډرون په وسیله هغه پولیس اهلکار په نښه کړي چې پر ناکه یې ډیوټي کوله.

 

د پېښې له اطلاع ترلاسه کېدو وروسته د ریسکیو ۱۱۲۲ طبي ډله د پېښې ځای ته رسېدلې او ژوبلو پولیس اهلکارو ته یې لومړنۍ طبي مرستې ورکړې دي. د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، د دوو ژوبلو پولیس اهلکارو حالت له خطرې بهر ښودل شوی، خو د درېیم اهلکار د روغتیايي حالت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

 

تر اوسه د برید ذمه واري چا نه ده منلې او د برید کوونکو په اړه هم معلومات نه دي ترلاسه شوي. پولیسو د پېښې په اړه نور تفصیلات لا نه دي خپاره کړي.