واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان په برمل تحصیل کې پولیسو او واپډا د بجلي د غلا مخنیوي لپاره ګډه کارروایي کړې او خلکو ته یې خبرداری ورکړی چې د بجلي غیرقانوني کنکشنونه دې نه لګوي.
د کوز سویلي وزیرستان د پولیسو د بیان له مخې، دا کارروایي د ډسټرکټ پولیس افسر شاه حسن په نګرانۍ او د ډپټي کمشنر مسرت زمان په لارښوونه شوې ده.
د برمل سرکل ډي اېس پي نادر خان وزیر په مشرۍ د شولام پولیس کمپلېکس انچارج عثمان خان محسود او د واپډا اهلکارو د وچې دانې په ګډون د برمل تحصیل د بېلابېلو سیمو دوره کړې او د بجلي غیرقانوني کنکشنونه یې کتلي دي.
پولیس وایي، د دې کارروایۍ پر مهال ځايي خلکو ته ویل شوي چې د بجلي غیرقانوني کنکشنونه لګول جرم دی او که څوک د بجلي په غلا کې ککړ وموندل شي، نو پر ضد به یې مقدمه درج او قانوني کارروایي وشي.
د پولیسو ترجمان ویلي چې د بجلي د غلا مخنیوي لپاره به له واپډا سره ګډې کارروایۍ دوام لري. پولیسو دا نه دي ویلي چې په دې کارروایۍ کې څومره غیرقانوني کنکشنونه ختم کړل شوي او یا د چا پر ضد مقدمه درج شوې ده.


ظفر وزير