اسلام‌اباد (شال نیوز) : د چین خلايي ادارې اعلان کړی چې یو پاکستاني خلا باز به د شېنژو ۲۴ ماموریت له لارې د دغه هېواد خلايي سټېشن ته ولېږل شي. دا به لومړی ځل وي چې یو بهرنی خلا باز د چین خلايي سټېشن ته ځي.

 

د چین د خلايي ادارې د نومبر اوومې د بیان له مخې، پاکستاني خلا باز به په خلا کې د ساینسي تجربو او څېړنو په چارو کې برخه اخلي او له لنډې مودې تېرولو وروسته به د شېنژو ۲۳ بېړۍ له لارې بېرته ځمکې ته راستنېږي.

 

چینايي چارواکو د دغه خلا باز نوم او د سفر کره نېټه لا نه ده اعلان کړې، خو تمه ده چې دا ماموریت د روان کال تر پایه ترسره شي. پاکستان او چین د ۲۰۲۵ کال په فرورۍ کې د خلا بازانو د روزنې او خلايي همکاریو تړون لاسلیک کړی و.

 

د دغه تړون له مخې، د پاکستان دوه پیلوټان، محمد ذیشان علي او خرم داود، په چین کې د خلايي سفر لپاره روزنه اخلي. چارواکي وايي، له دغو دواړو کسانو څخه به یو د شېنژو ۲۴ ماموریت لپاره وټاکل شي او بل به یې د متبادل خلا باز په توګه تیار وي.

 

د پاکستان د منصوبه بندۍ وزیر احسن اقبال تر دې وړاندې ویلي وو چې دغه سفر به د نومبر په ۲۵مه ترسره شي، خو چینايي چارواکو تر اوسه دا نېټه نه ده تایید کړې.

 

د چین تیانګونګ خلايي سټېشن د ځمکې په مدار کې ګرځي او هلته چینايي خلا بازان ساینسي تجربې او څېړنې کوي. پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې د چین په مرسته د خلايي ټېکنالوژۍ او مصنوعي سپوږمکیو په برخه کې کار کوي.

 

که دا ماموریت د اعلان شوي پلان له مخې ترسره شي، نو دا به د پاکستان په تاریخ کې لومړی ځل وي چې یو پاکستاني خلا باز فضا ته سفر کوي.