اسلاماباد (شال نیوز) : د پاکستان وفاقي حکومت د ګاډو د صنعت لپاره نوې پنځه کلنه تګلاره اعلان کړې ده چې مقصد یې د ګاډو قیمتونه کمول، په ملک کې د ګاډو او پرزو جوړولو ته وده ورکول او د برېښنايي موټرو استعمال زیاتول دي.
د وزیراعظم د صنعت او پیداوار سلاکار هارون اختر خان په اسلاماباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې د نوې تګلارې له مخې به په راتلونکو پنځو کلونو کې د ګاډو او د هغوی د پرزو پر درآمد لګېدونکي ټیکسونه په مرحله وار ډول کمولی شي.
نوموړي ویلي چې حکومت غواړي د عامو خلکو لپاره ګاډي ارزان کړي او د پاکستان د ګاډو صنعت د نړیوال مارکیټ د مقابلې جوګه کړي. د هارون اختر خان په وینا، په نوې تګلاره کې د ګاډو د قیمتونو کمولو، د پرزو د کورني پیداوار زیاتولو، بهرنیو ملکونو ته د صادراتو، د ګاډو د حفاظت او د برېښنايي موټرو د استعمال پراخولو ته پام شوی دی.
د حکومتي اعلان له مخې، پر برېښنايي موټرو د خرڅلاو ټیکس یو فیصد، پر هغو برېښنايي موټرو چې د بېټرۍ د چارج کولو لپاره اضافي انجن لري شپږ فیصد او پر هایبرډ ګاډو نهه فیصد ټاکل شوی دی. البته د دغو رعایتونو عملي کېدل د نړیوال وجهي صندوق، آی اېم اېف، له منظورۍ سره تړلي دي.
حکومت دا وړاندیز هم کړی چې د برېښنايي موټرو د اخستلو لپاره د بینکونو د قرضې حد له ۳۰ لکو روپیو څخه یو کروړ روپیو ته لوړ کړي او د قرضې د واپس کولو موده له دریو کلونو څخه پنځو کلونو ته زیاته کړي.
د نوې تګلارې له مخې به د برېښنايي موټرو د چارج کولو مرکزونو جوړولو ته هم رعایتونه ورکولی شي، څو په ملک کې د دغو ګاډو استعمال زیات شي. د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطاالله تارړ ویلي چې حکومت د برېښنايي موټرو د استعمال په زیاتولو سره د تېلو درآمد کمول او په ملک کې د ګاډو صنعت پیاوړی کول غواړي.
چارواکو ویلي چې تر زرو سي سي کم انجن لرونکو پټرولي ګاډو په موجوده ټیکسونو کې بدلون نه دی راوستل شوی. بلخوا د ګاډو د پرزو ځینو کورنیو جوړوونکو اندېښنه څرګنده کړې چې پر درآمدي پرزو د ټیکسونو کمېدل به د پاکستان پر خپل صنعت او د مزدورانو پر روزګار بد اثر وکړي.
که څه هم حکومت د ګاډو د قیمتونو کمولو خبره کړې، خو تر اوسه یې دا نه دي ویلي چې د کومو ګاډو قیمتونه به څومره کم شي او عام خلک به له دغو رعایتونو څخه کله ګټه اخستلی شي.


شال نیوز