واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان په انګور اډه کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته مېشت احمدزي وزیر قوم د زاړه سرحدي بازار د بېرته پرانستلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په بل ځای کې د نوي بازار له جوړېدو سره موافق نه دي.

 

د احمدزي وزیر قوم خلکو په خپل ګډ دریځ کې ویلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانې ترینګلتیا او د سرحدي لارې د بندېدو له امله د سیمې سوداګرو، دوکاندارانو او عامو خلکو ته درانه مالي تاوانونه رسېدلي دي.

 

د دوی په وینا، د انګور اډې سرحدي بازار له تېرو اوو، اتو میاشتو راهیسې له بندښت او نورو ستونزو سره مخ دی، چې له امله یې د زرګونو کورنیو روزګارونه اغېزمن شوي دي.

 

د سیمې خلک وايي چې د بازار له بندېدو سره د دوکاندارانو کاروبارونه په ټپه درېدلي او ګڼ شمېر هغه کسان له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي چې د خپلو کورنیو ګوزاره یې د همدې بازار له لارې کوله.

 

د احمدزي وزیر قوم خلکو ویلي چې د دوی کاروبار، روزګار او اقتصادي ژوند له زاړه انګور اډې بازار سره تړلی دی او په بل ځای کې د نوي بازار جوړول ورته د منلو وړ نه دي.

 

دوی له پاکستاني او افغان چارواکو غوښتنه کړې چې د سرحد دواړو غاړو ته د مېشتو خلکو ستونزې په پام کې ونیسي او د زاړه بازار د بېرته پرانستلو لپاره عملي ګامونه واخلي. د سیمې خلکو ویلي چې د جګړې او ترینګلتیا پر ځای امن، د سوداګرۍ بحالي او د خلکو د تګ راتګ لپاره اسانتیاوې غواړي.

 

د احمدزي وزیر قوم په وینا، د زاړه بازار په بېرته پرانستلو سره به د هغو کورنیو د روزګار په بحالېدو کې مرسته وشي چې له اوږدې مودې راهیسې د سرحدي بندښتونو له امله له مالي ستونزو سره مخ دي.

 

دوی ټینګار کړی چې د انګور اډې د خلکو غوښتنه د زاړه بازار بېرته پرانستل، د کاروبارونو بحالي او په سیمه کې د تلپاتې امن ټینګښت دی. د پاکستان او افغانستان اړوندو چارواکو تر اوسه د احمدزي وزیر قوم د دې غوښتنې په اړه خپل دریځ نه دی څرګند کړی.