میرام شاه (شال نیوز) : د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیې خلکو ته ویلي چې د نومبر په اتمه، د اتوار په ورځ، به په ضلعه کې د امنیتي ځواکونو تګ راتګ وي، نو خلک دې له غیر ضروري ګرځېدو ډډه وکړي.

 

د ضلعي انتظامیې په نوم خپره شوې اطلاعیه کې ویل شوي چې خلک دې د ورځې په اوږدو کې خپل غیر ضروري تګ راتګ او ورځني فعالیتونه محدود کړي او له امنیتي ادارو سره دې همکاري وکړي.

 

په اطلاعیه کې ویل شوي چې د امنیتي ځواکونو تګ راتګ به د شپې هم دوام ولري او د شپې له خوا د خلکو پر ګرځېدو لګېدلی بندیز به پر خپل ځای وي.

 

انتظامیې له خلکو غوښتي چې له اړتیا پرته دې له کورونو نه وځي، احتیاط دې کوي او د انتظامیې او امنیتي ادارو لارښوونې دې عملي کړي.

 

په اطلاعیه کې دا نه دي څرګند شوي چې د امنیتي ځواکونو تګ راتګ به د شمالي وزیرستان په کومو سیمو کې وي او د شپې پر ګرځېدو لګېدلی بندیز به له کومې بجې تر کومې بجې وي.