سوات (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید ویلي چې په ملاکنډ ډویژن کې له دوو زرو زیات نوي پولیس ګمارل شوي او د امنیت د ټینګښت لپاره پولیسو ته زغره وال ګاډي او پرمختللې وسلې ورکړل شوې دي.

 

نوموړي په سوات کې د خبرو پر مهال وویل چې د ملاکنډ پولیسو د امن د ساتلو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي او له صوبايي حکومت سره یې د پولیسو د معاشونو د لوړولو او د شهیدانو کورنیو ته د مالي مرستو د زیاتولو په اړه خبرې کړې دي.

 

د هغه په وینا، حکومت ته وړاندیز شوی چې د پولیسو معاشونه د نورو صوبو په پرتله لوړ او د شهیدانو د کورنیو مالي مرستې درې تر څلور چنده زیاتې شي، څو هغوی وکولای شي د ځان لپاره کورونه جوړ کړي.

 

ذوالفقار حمید وویل چې د ملاکنډ پولیسو ته تر ۲۰ پورې څلور ټایره محرکه ګاډي، زغره وال ګاډي، سنایپر ټوپکونه او د حرارت په مرسته د هدف معلومولو پرمختللې وسلې ورکړل شوې دي.

 

هغه زیاته کړه چې د پولیسو ټولې تاڼې ډیجیټل کېږي او د شخړو د هواري په شوراګانو کې به وړ کسانو ته استازیتوب ورکول کېږي. د پولیسو مشر وویل چې په ملاکنډ کې به د امن د ساتلو لپاره ټولې اړینې سرچینې برابرې شي او هیچا ته به د امنیت د خرابولو اجازه ورنه کړل شي.

 

نوموړي د سیلانیانو د خوندیتوب لپاره د ټورازم پولیسو د لا پیاوړي کولو ژمنه هم وکړه. ذوالفقار حمید وویل چې د ملاکنډ د مالیاتو د مسئلې د هواري لپاره به منځنۍ لاره ولټول شي او د موټروې پروژې د ژر بشپړېدو هڅې به ګړندۍ شي.

 

د هغه په وینا، د ۱۶۰ اربه روپیو په مالي پیکج کې به ملاکنډ ډویژن ته هم د پام وړ برخه ورکړل شي.