سوات (شال نیوز) : د لاهور د سول سروسز اکاډمۍ د ۵۴مې روزنیزې دورې افسرانو په سیدو شریف کې د ملاکنډ ډویژن له کمشنر اقبال حسین باچا سره ملاقات کړی او د سیمې د امنیتي وضعیت، انتظامي چارو، پرمختیايي منصوبو او اقتصادي امکاناتو په اړه یې معلومات ترلاسه کړي دي.
د سوات د اطلاعاتو د سیمهییز دفتر د خبرپاڼې له مخې، کمشنر اقبال حسین باچا دغو افسرانو ته د ملاکنډ ډویژن د جغرافیوي، ټولنیز او اقتصادي اهمیت په اړه معلومات ورکړي دي. نوموړي ویلي چې سیاحت، کرنه او د اوبو له لارې د برېښنا تولید د ملاکنډ ډویژن د اقتصادي پرمختګ مهمې برخې دي.
د هغه په وینا، انتظامیه هڅه کوي چې د پرمختیايي منصوبو په جوړولو او عملي کولو کې له کره معلوماتو ګټه واخلي او د خلکو اړتیاوو ته په پام سره خپلې چارې تنظیم کړي.
کمشنر ویلي چې د روغتیايي اسانتیاوو ښه کول، په انتظامي چارو کې د خلکو ګډون، د سرکاري ځمکو له ناقانونه نیولو مخنیوی او د ولسي خدمتونو ښه کول د انتظامیې په لومړیتوبونو کې شامل دي.
په ملاقات کې د ملاکنډ ډویژن د ټولو ضلعو ډپټي کمشنرانو، د مالیې او منصوبه بندۍ ایډیشنل ډپټي کمشنرانو، اسسټنټ کمشنرانو او د سوات د اوبو رسولو او صفایۍ د ادارې مشر هم ګډون کړی و. تر معلوماتي غونډې وروسته افسرانو د انتظامي چارو او پرمختیايي منصوبو په اړه پوښتنې وکړې.
اقبال حسین باچا هغوی ته وویل چې د سرکاري دندو پر مهال دې د سیمو عملي حالات او د خلکو ستونزې په پام کې ونیسي، له نوې ټکنالوژۍ دې ګټه واخلي او د خلکو خدمت دې خپل لومړنی مسوولیت وګڼي. د ملاقات په پای کې د کمشنر او تر روزنې لاندې افسرانو ترمنځ یادګاري شیلډونه هم تبادله شول.


عصمت علي اخون