بر دیر (شال نیوز) : د بر دیر ضلعې د واړۍ په سیمه کې د پنجکوړې له سینده د یوه سړي مړی راویستل شوی دی. د ریسکیو ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، مړی د واړۍ د نایاب پټرول پمپ ترڅنګ په سیند کې موندل شوی و.

 

د پېښې له خبر ترلاسه کولو وروسته د ریسکیو ۱۱۲۲ او الاخوان فاونډېشن ډلې سیمې ته ورسېدې او مړی یې له اوبو راوویست. چارواکي وايي، د لومړنیو معلوماتو له مخې د مړي پېژندګلوي د رؤف په نوم شوې، چې د واړۍ اوسېدونکی و.

 

د سیمې د خلکو په وینا، رؤف له رواني ستونزو سره مخ و، خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې نوموړی څنګه سیند ته لوېدلی او د مړینې لامل یې څه و. د ریسکیو ۱۱۲۲ په وینا، مړی د قانوني کارروایۍ لپاره اړوندو چارواکو ته سپارل شوی دی.