بغلان (شال نیوز) : د بغلان ولایت سیمه‌ییزې سرچینې وايي، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، سراج‌الدین حقاني یو تن شخصي ساتونکی په دغه ولایت کې په ډزو وژل شوی دی.

 

د سرچینو په وینا، د دغه کس جسد د جمعې په ورځ د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ په لاره کې موندل شوی او پر بدن یې د مرمیو نښې لیدل شوې دي.

 

سرچینو د شنبې په ورځ د وژل شوي کس هویت قاري نورجان احمدزي ښودلی، چې په طیب بدري مشهور و. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، احمدزی د بغلان د ډنډغوري سیمې اصلي اوسېدونکی و او د خپلې کورنۍ د غړو د لیدو لپاره خپل پلرني ټاټوبي ته تللی و.

 

تر اوسه د دې پېښې د څرنګوالي، د وژنې د انګېزې او د بریدګرو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي. همداراز، لا څرګنده نه ده چې دغه ساتونکی په کومو شرایطو کې د وسله‌وال برید هدف ګرځېدلی دی.

 

د دې راپور تر خپرېدو پورې، په بغلان کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو او د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت د سراج‌الدین حقاني د ساتونکي د وژل کېدو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې. دا پېښه په داسې حال کې راپور کېږي چې د طالبانو چارواکو څو ځله په ټول افغانستان کې د امنیت د ټینګښت ادعا کړې ده.