کابل (شال نیوز) : د افغانستان د پخواني ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش پر طالبانو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه ډله باید د خلکو له قهر او نارضایتۍ ووېرېږي.

 

دانش له افغانستان څخه بهر یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې طالبان د خلکو لپاره د کار او اقتصادي فعالیتونو د زمینې برابرولو پر ځای د بې‌وزلو خلکو کورونه نړوي او له ځینو کسانو څخه د هغوی د شخصي ملکیتونو کرایه اخلي.

 

نوموړي ادعا کړې چې طالبان د ځمکو د غصب د مخنیوي پر ځای پخپله د خلکو ځمکې نیسي او د هغوی د ملکیت حقونه تر پښو لاندې کوي. د دانش په وینا، طالبان باید دولتي ځمکې پر مستحقو کسانو ووېشي او د خلکو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره کار وکړي.

 

هغه ویلي چې د خلکو د ستونزو د حل او د عدالت د ټینګښت پر ځای د طالبانو اقدامات د خلکو ژوند نور هم ستونزمن کړی دی. دانش زیاته کړې چې د خلکو قهر په حقیقت کې د خدای قهر دی او طالبان باید د خلکو غوښتنو او نارضایتۍ ته پام وکړي.

 

نوموړي هیله څرګنده کړې چې په افغانستان کې به روان وضعیت بدل شي او د هغه په وینا، د ظلم او تیارو ځای به عدالت ونیسي. د سرور دانش د دغو تورونو په اړه د طالبانو غبرګون نه دی څرګند شوی.