واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان ضلعې د برمل تحصیل په شولام سیمه کې ځايي اوسېدونکو د شیخ فاطمه روغتون پر طبي خدماتو نیوکې کړې او له اړوندو چارواکو یې د متخصصو ډاکټرانو د موجودیت، د ناروغانو د علاج او د سرکاري بودیجې د لګښتونو په اړه د معلوماتو خپرولو غوښتنه کړې ده.
د شولام د لنډۍ وړۍ اوسېدونکي سعید انور وزیر ویلي، د ټرانس کانټیننټل فارما اداره، چې د روغتون انتظامي چارې پر مخ وړي، په ټولنیزو رسنیو کې د طبي اسانتیاوو د موجودیت دعوې کوي، خو د هغه په وینا، ناروغان په ځانګړي ډول د شپې له خوا د بېړني علاج له ستونزو سره مخ دي.
نوموړي د پښتورګو د ناروغانو د ډایالېسز، د ښځو او زېږون او د ټپيانو د بېړني علاج په څانګو کې د متخصصو ډاکټرانو او اړینو طبي اسانتیاوو د کموالي ادعا کړې ده.
د هغه په وینا، د دغو ستونزو له امله ځینې ناروغان اړ کېږي چې د علاج لپاره وانا، ډېره اسماعیل خان او نورو ښارونو ته ولاړ شي، چې ورسره د کورنیو لګښتونه زیاتېږي او د ناروغانو علاج ځنډېږي.
سعید انور وزیر پوښتنه کړې چې روغتون هره ورځ څومره ناروغان معاینه کوي، څومره عملیات پکې ترسره کېږي او د شپې له خوا څومره ډاکټران او نور طبي کارکوونکي په دندو حاضر وي.
هغه ویلي، د روغتون کلنۍ بودیجه شاوخوا ۱۲ کروړه پاکستانۍ روپۍ ښودل کېږي او انتظامیه باید څرګنده کړي چې دغه پیسې د ډاکټرانو پر معاشونو، درملو، طبي وسایلو او نورو خدماتو څنګه لګول کېږي. د بودیجې دغه اندازه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.
شیخ فاطمه روغتون د متحده عربي اماراتو په مرسته جوړ شوی دی. د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د خېبر پښتونخوا حکومت په ۲۰۱۸ کال کې د سرکاري او شخصي مشارکت له لارې د روغتون انتظامي چارې او طبي خدمات ټرانس کانټیننټل فارما ادارې ته سپارلي وو.
د سیمې اوسېدونکو د خېبر پښتونخوا له روغتیا محکمې او ضلعي انتظامیې غوښتي چې د روغتون د فعالیت او مالي لګښتونو پلټنه وکړي او د تېرو شپږو میاشتو یا یوه کال د طبي خدماتو تفصیلي راپور خپور کړي.
د سعید انور وزیر د څرګندونو په اړه د ټرانس کانټیننټل فارما او د روغتون د انتظامیې دریځ لا نه دی ترلاسه شوی.


ظفر وزير