کابل (شال نیوز) : د پاکستان الفلاح بانک په افغانستان کې خپل بانکي فعالیتونه درولي او په کابل او هرات کې يې خپلې څانګې غضنفر بانک ته سپاري. د دې بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د بانکي چارو لېږد د افغانستان بانک په موافقې ترسره کوي.

 

د الفلاح بانک له‌خوا دغه چاره د ۲۰۲۶م کال د نومبر میاشتې له پنځمې نېټې د اجرا وړ ښودل شوې ده. له دې مخکې الفلاح بانک له خپلو مشتریانو غوښتي وو چې د نومبر تر دویمې نېټې پورې څرګنده کړي، چې ایا غواړي د خپلو حسابونو پاتې پیسې غضنفر بانک ته ولېږدوي او که خپلې پیسې باسي او خپل حسابونه تړي.

 

د الفلاح په خبرپاڼه کې راغلي، که پېرودونکي تر ټاکل شوې نېټې پورې خپل تصمیم له بانک سره شریک نه کړي، د هغوی د حسابونو پاتې پیسې به غضنفر بانک ته ولېږدول شي او همداراز یې څرګنده کړې، د هغو پېرودونکو پیسې به وساتي چې په غضنفر بانک کې حساب نه‌لري، تر هغه چې هلته حساب پرانېزي یا د خپلو پیسو د اېستلو غوښتنه وکړي.

 

د پاکستان الفلاح بانک له ۲۰۰۵م کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت درلود او د کابل او هرات ښارونو د څانګو له لارې یې بانکي خدمتونه وړاندې کول او دا بانک د پاکستان له لویو بانکونو څخه دی او د سیمې په څو نورو هېوادونو کې هم فعالیتونه لري.