د خيبر پښتونخوا د جنوبي ضلعې لکي مروت په شهباز خېل سيمه کې د پوليسو پر موټر باندې چاودنه کې د پوليس پنځه سرتيرو په ګډون شپږ تنه ټپيان شوي دي.
د شهباز خيل پوليس ايس ايچ او، شال نيوز ته ويلي چې، دغه پېښه سهار اووه نیمي بجې د شهباز خېل اډې سره نږدې هاغه مهال رامنځته شوه چې په يو موټرسايکل کې ځای پر ځای شوی بم ،چې ايي ډي ورته ويل کيږي، وچاودېده.
د ايس ايچ او د وينا لمخې په دې چاودنه کې يو اسسټنټ سب انسپکټر جمال الدين خان، ورسره څلور نور پوليس سرتيري، مير حسن، عارف، فرمان الله، عبدالرشید او يو عام لاروی ټپیان شوي دي. ټپیان سمدستي نږدې روغتون ته لېږدول شوي، چرته چې د هغوی درملنه روانه ده.
د پېښې وروسته سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې او د لټون عمليات پېل شوي دي. پوليس چارواکي وايي چې د بريد کوونکو د نيولو لپاره هڅې روانې دي.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر ضد بريدونه زيات شوي دي.

شال نیوز