کابل (شال نیوز) : د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت د لوړپوړي پوځي چارواکي، جنرال سمیع سادات په مشرۍ د طالبانو مخالفې وسله‌والې ډلې، متحدې جبهې ادعا کړې چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د خپلو عملیاتو پر مهال ۱۵۱ طالبان وژلي دي.

 

د متحدې جبهې ویاند هلال کاکړ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د دغې مودې پر مهال یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پر امنیتي پوستو ۱۱ هدفي بریدونه هم کړي دي.

 

د کاکړ په وینا، د دوی د عملیاتو هدف تر ډېره هغه طالب چارواکي او وسله‌وال وو چې د پخواني حکومت نظامیان، د هغوی کورنۍ او عام خلک یې ځورولي، شکنجه کړي او یا یې پرې په زور بندیزونه عملي کړي دي.

 

نوموړي ادعا کړې چې د متحدې جبهې وسله‌والو خپل عملیات په دقیق ډول ترسره کړي او ملکي وګړو ته یې زیان نه دی رسولی.

 

کاکړ ویلي: «زموږ جنګیالي په ډېر دقیق او مسلکي ډول عملیات ترسره کوي او هڅه کوي چې عام خلک په نښه نه شي. په ډېرو سیمو کې طالبانو له بریدونو وروسته پر عامو خلکو ډزې کړې او پړه یې پر موږ اچولې ده.»

 

د متحدې جبهې ویاند دا ادعا هم کړې چې طالبان د مخالفو وسله‌والو ډلو د بریدونو له امله اندېښمن دي او په بېلابېلو سیمو کې یې نوې امنیتي پوستې او د تلاشۍ مرکزونه جوړ کړي او خپلې امنیتي تګلارې یې بدلې کړې دي.

 

هلال کاکړ د بهرني ملاتړ په اړه ویلي چې جبهې یې تر اوسه له هېڅ هېواد څخه پوځي مرسته نه ده غوښتې او خپل عملیات د خپلو امکاناتو او کورنیو ملاتړو په مرسته پر مخ وړي. هغه ویلي چې له یو شمېر ګاونډیو او لوېدیځو هېوادونو سره سیاسي اړیکې لري، خو د پوځي ملاتړ غوښتنه یې نه ده کړې.

 

طالبانو تر اوسه د متحدې جبهې د دغو ادعاوو او د خپلو وسله‌والو د مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي. شال نیوز په خپلواکه توګه د متحدې جبهې له خوا د وړاندې شوو شمېرو، د بریدونو د شمېر او د ملکي تلفاتو د نه موجودیت ادعا نه ده تایید کړې.

 

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یو شمېر مخالفې وسله‌والې ډلې رامنځته شوې چې وخت په وخت د طالبانو پر امنیتي ځواکونو د بریدونو ادعاوې کوي. د دغو ډلو د عملیاتو او مرګ‌ژوبلې د شمېرو خپلواک تایید د معلوماتو د محدودیت له امله ستونزمن دی.