پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په خېبر ضلعه کې د پولیو یوه بله پېښه ثبت شوې چې ورسره په پاکستان کې د روان ۲۰۲۶ کال د پولیو د تایید شوو پېښو شمېر نهو ته رسېدلی دی.
د پولیو د مخنیوي ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د باړې تحصیل د مستک یونین کونسل یو اووه میاشتنی ماشوم په پولیو اخته شوی دی. دا په روان کال کې د خېبر ضلعې درېیمه او د خېبر پښتونخوا اوومه پېښه ده. په پاکستان کې له نهو ثبت شوو پېښو اووه په خېبر پښتونخوا او دوه په سند کې دي.
د پولیو نوې پېښه په داسې حال کې ثبت شوې چې د خېبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې د واکسین کارکوونکي له امنیتي ګواښونو سره مخ دي. په کرمه او ټانک کې د پولیو کارکوونکو د تښتولو او په نورو سیمو کې د هغوی د ساتونکو پر ضد د بریدونو پېښې هم راپور شوې دي.
د پولیو د مخنیوي د هڅو ترڅنګ د واکسین له ورکولو د انکار، د ماشومانو د واکسین د کره شمېر، د واکسین د ساتنې د شرایطو، د برېښنا د نشتوالي او په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو د کمښت په اړه هم پوښتنې موجودې دي.
روغتیايي چارواکي وايي، پولیو د ماشومانو د ټول عمر د معذورۍ سبب کېدای شي، خو د واکسین په وسیله یې مخنیوی ممکن دی.


شال نیوز