هنګو (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د هنګو ضلعې د دوآبې تاڼې په حدودو کې د جدید بانډې په سیمه کې د یوه کور د چت پرېوتو له امله څلور ماشومانې مړې شوې او درې کسان ژوبل شوي دي.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ د چارواکو په وینا، په کور کې د ودانۍ کار روان و او له یوې کوټې څخه ایستل شوې خاورې او خښتې د بلې کوټې پر چت اچول شوې وې، چې د زیات وزن له امله چت راپرېوت. چارواکي وايي، د مړو شوو څلورو ماشومانـو عمرونه د دوو او دولسو کلونو ترمنځ وو.

 

د پېښې له خبرېدو سره سم د ریسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکي سیمې ته ورسېدل او د ځايي خلکو په مرسته یې تر خاورو او خښتو لاندې شوې ماشومې راوایستې، خو هغوی ژوند له لاسه ورکړی و.

 

د څلورو واړو ماشومانو مړي او درې ژوبل کسان روغتون ته وړل شوي دي. تر اوسه د مړو شوو ماشومانو نومونه او د ژوبلو کسانو د روغتیايي حالت په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.