میرعلي (شال نیوز) : د شمالي وزیرستان د میرعلي تحصیل په موسکي کلي کې د شنبې په سهار، د نومبر په اوومه، ډرون برید شوی چې له امله یې د یوې ودانۍ چت نړېدلی او دېوالونو ته یې زیان رسېدلی دی.
له سیمې څخه شال نیوز ته په رالېږل شوو عکسونو کې د ودانۍ نړېدلی چت، مات شوي لرګي او زیانمن شوي دېوالونه ښکاري. د برید د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نه دي ترلاسه شوي او د اوښتي مالي زیان بشپړ جزییات هم نه دي څرګند شوي.
دغه برید په داسې وخت کې شوی چې د شمالي وزیرستان په میرعلي تحصیل کې امنیتي عملیات روان دي. د سیمې اوسېدونکو د دغو عملیاتو له امله د خلکو د تګ راتګ، ښوونځیو او ورځنیو چارو د اغېزمنېدو خبر ورکړی دی.
په میرعلي او د شمالي وزیرستان په نورو سیمو کې تر دې وړاندې هم د کواډکاپټر ډرون بریدونه شوي دي. د جنورۍ په میاشت کې د موسکي په سیمه کې په ورته برید کې د ماشومانو په ګډون ملکي وګړي ژوبل شوي وو.
د اکټوبر په وروستیو کې هم د میرعلي په هرمز کلي کې د څو ډرون بریدونو له امله د استوګنې کورونو ته زیان رسېدلی و. د موسکي د تازه برید مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی او د برید د ترسره کوونکو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.


شال نیوز