قلعه عبدالله (شال نیوز) : د بلوچستان په قلعه عبدالله ضلعه کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کې د یوه ماشوم په ګډون پنځه کسان ژوبل شوي دي. له پېښې وروسته ضلعي انتظامیې د امنيت د خراب وضعیت له امله په ټوله ضلعه کې دفعه ۱۴۴ نافذه کړې او پر وسلو ګرځولو او د وسلو پر ښکاره کولو یې بندیزونه لګولي دي.
د پولیسو د سرچینو په وینا، وسله والو د قلعه عبدالله د جنګل پیرعلیزي بای پاس په سیمه کې ډزې کړې چې له امله یې پنځه کسان ژوبل شوي دي. ژوبل کسان سمدستي ټراما سنټر ته رسول شوي او هلته له لومړنۍ طبي مرستې وروسته د نورې درملنې لپاره کوټې ته لېږدول شوي دي.
پولیسو د ژوبلو کسانو نومونه اسدالله د عبدالرحمن زوی، طور جان د حاجي یار محمد زوی، محمود خان د شایسته خان زوی، محمد حق د ګل محمد زوی او غمۍ د روح ګل زوی ښودلي دي. د پولیسو په وینا، دغه کسان د جنګل کېمپ اوسېدونکي دي.
له پېښې وروسته پولیسو په سیمه کې امنیتي پوستې جوړې کړې او د بریدګرو د موندلو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي. تر اوسه د ډزو انګېزه نه ده څرګنده شوې او نه هم د چا د نیول کېدو خبر ورکړل شوی دی. بلخوا د قلعه عبدالله ډپټي کمشنر منور حسین مګسي د نومبر په شپږمه د امنيت د موجوده وضعیت په اړه یو رسمي حکم نامه جاري کړې ده.
په حکم نامه کې ویل شوي چې د خلکو د سر او مال د خوندي ساتلو او د ممکنه امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره په ټوله ضلعه کې د دفعې ۱۴۴ له مخې بندیزونه لګول شوي دي. د حکم نامې له مخې، هېڅوک اجازه نه لري چې په بازارونو، عامه ځایونو او نورو سیمو کې وسلې ښکاره کړي یا له وسلو سره وګرځي. همدارنګه په هوايي ډزو هم بندیز لګول شوی دی.
ضلعي انتظامیې خبرداری ورکړی چې د دغو بندیزونو سرغړوونکي به نیول کېږي او د قانون له مخې به ورسره چلند کېږي. په حکم نامه کې د هغو افغانانو او نورو بهرنیو وګړو پر ضد د قانوني کارروایۍ لارښوونه هم شوې چې د پاکستان د قانوني استوګنې اسناد نه لري.
د انتظامیې په وینا، دغه کسان به د قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته د سرحد له لارې بېرته ستنول کېږي. په حکم نامه کې د نشه يي توکو د کاروبار، پېر او پلور او نورو ناقانونه فعالیتونو پر ضد د سختو اقداماتو امر هم شوی دی.
ډپټي کمشنر منور حسین مګسي پولیسو او نورو امنیتي ادارو ته لارښوونه کړې چې د حکم نامې عملي کېدل یقیني کړي او له سرغړوونکو سره دې د قانون له مخې چلند وکړي. د قلعه عبدالله انتظامیې ویلي چې د امنيت د ټینګښت، د خلکو د سر او مال د ساتنې او د جرمونو او نشه يي توکو د مخنیوي لپاره به له چا سره رعایت نه کېږي.
د نومبر د شپږمې په حکم نامه کې د دغو بندیزونو د پای نېټه نه ده څرګنده شوې. د جنګل پیرعلیزي بای پاس د ډزو د پېښې او د دفعې ۱۴۴ د نافذېدو ترمنځ مستقیم تړاو هم په رسمي حکم نامه کې نه دی ښودل شوی.


نعيم اچکزئي