لاړکانه (شال نیوز) : د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي، د پاکستان خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او سیاسي ګوندونه باید د خپلمنځي اختلافاتو پر ځای د ولس د ستونزو حل ته پام وکړي.

 

بلاول بوټو زرداري دا څرګندونې د سند ایالت په لاړکانه ښار کې د ۶۰۰ بستریز نوي روغتون د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې کړې دي. نوموړي ویلي، د پاکستان اقتصادي حالات داسې دي چې عام خلک د ژوند د ورځنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ دي، خو سیاسي ګوندونه لا هم په خپلو اختلافاتو بوخت دي.

 

هغه وویل، که سیاسي مشران له تحریک انصاف، مولانا فضل الرحمان او وسله والو ډلو سره په شخړو بوخت وي او له هند او افغانستان سره هم تاوتریخوالي ته دوام ورکړي، نو د خلکو اصلي ستونزې به له پامه وغورځول شي.

 

بلاول ټینګار وکړ چې د پاکستان سیاسي مشرتابه باید د خلکو اقتصادي ستونزو، روغتیا، تعلیم او نورو بنیادي اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي. د پیپلز ګوند مشر د لاړکانې د روغتیايي اسانتیاوو په اړه وویل، د چانډکا روغتون چې د پاکستان پخواني لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو جوړ کړی و، اوس د ناروغانو د زیاتوالي له امله تر سخت فشار لاندې دی.

 

د هغه په وینا، دغه روغتون ته نه یوازې د سند له بېلابېلو سیمو، بلکې د بلوچستان له نصیراباد او نورو ضلعو هم ناروغان د درملنې لپاره ورځي. بلاول وویل، د نوي ۶۰۰ بستریز روغتون له جوړېدو سره به د ناروغانو لپاره د درملنې اسانتیاوې زیاتې شي.

 

نوموړي زیاته کړه چې پیپلز ګوند غواړي خلکو ته د نړیوالو معیارونو مطابق روغتیايي خدمتونه برابر کړي او داسې نظام جوړ کړي چې هېڅ ناروغ د پیسو د نشتوالي له امله له درملنې بې برخې پاتې نه شي. هغه وویل، په اوسنیو اقتصادي حالاتو کې وړیا روغتیايي خدمتونه د عامو خلکو لپاره ځانګړی اهمیت لري.

 

بلاول بوټو د تعلیم په اړه وویل، د سند حکومت د لوړو زده کړو لپاره ۴۵ اربه پاکستانۍ کلدارې ځانګړې کړې دي. نوموړي د لاړکانې د پاکو اوبو ستونزې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، په ښار کې د اوبو رسولو د پایپ لاینونو نشتوالی یوه جدي مسئله ده.

 

هغه ژمنه وکړه چې د ښار خلکو ته به د پاکو اوبو رسولو، د فاضله اوبو ایستلو او د صفایۍ د نظام ښه کولو لپاره اقدامات وکړي. د پیپلز ګوند مشر له مرکزي حکومت سره د اړیکو په اړه وویل، له لومړي وزیر شهباز شریف سره یې لیدنه مثبته وه او غواړي د خلکو د ستونزو د حل لپاره له مرکزي حکومت سره ګډ کار وکړي.

 

بلاول وویل، لومړي وزیر ته یې وړاندیز کړی چې د مرکزي کابینې غونډې دې په بېلابېلو ایالتونو کې هم جوړې شي، څو د ایالتونو ستونزې په مستقیم ډول واورېدل شي. هغه زیاته کړه چې پیپلز ګوند د مرکزي حکومت د بودیجو په منظورولو کې مرسته کړې او اوس مرکزي حکومت هم د سند په ځینو پرمختیايي پروژو کې همکاري کوي.

 

بلاول بوټو زرداري د تحریک انصاف ګوند ته هم بلنه ورکړه چې د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره په جوړه شوې کمېټه کې ګډون وکړي. نوموړي وویل، تحریک انصاف باید د ټاکنیز نظام د اصلاح لپاره په سیاسي بهیر کې برخه واخلي.

 

د هغه په وینا، که تحریک انصاف په دغه بهیر کې ګډون نه کوي، نو بیا باید د ټاکنو د درغلیو په اړه شکایتونه هم ونه کړي. بلاول بوټو ټینګار وکړ چې د پاکستان سیاسي ګوندونه باید د اختلافاتو د زیاتولو پر ځای د اقتصادي ستونزو د حل، روغتیايي اسانتیاوو، تعلیم او د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره ګډې هڅې وکړي.