کرمه (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د کرمې ضلعې په منځنۍ کرمه کې درې تښتول شوي د پولیو کارکوونکي خوشي شوي او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

 

د پولیسو د سرچینو په وینا، محمد بلال، علي خان او صلاح الدین د نومبر په پنځمه د منځنۍ کرمې د ګوندل اباد له سیمې هغه مهال ناپېژاندو وسله والو تښتولي وو چې د پولیو ضد واکسین په کمپاین کې یې دنده ترسره کوله.

 

پولیس وايي، درې واړه کارکوونکي د نومبر په شپږمه خوشي شوي او په خوندي توګه خپلو کورونو ته رسېدلي دي. د دغو کارکوونکو له تښتول کېدو وروسته په سیمه کې اندېښنې پیدا شوې وې او د هغوی د راخوشي کولو هڅې روانې وې.

 

د سرچینو په وینا، د درې واړو کارکوونکو کورنیو او د سیمې اوسېدونکو د هغوی په خوشي کېدو خوښي څرګنده کړې ده. تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې دغه کارکوونکي چا او ولې تښتولي وو او د هغوی خوشي کېدل د کومې موافقې یا منځګړتوب په نتیجه کې شوي دي.

 

په خېبر پښتونخوا کې د پولیو ضد واکسین کارکوونکي له امنیتي ګواښونو سره مخ دي. د پولیو د مخنیوي کمپاینونو پر مهال روغتیايي ډلې کور په کور ګرځي او له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکوي.

 

چارواکي وايي، د پولیو د کارکوونکو امنیت د واکسین د کمپاینونو د بریالیتوب لپاره مهم دی، ځکه د هغوی تښتول کېدل او پر هغوی بریدونه د واکسین چارې اغېزمنولای شي.