نوښار (شال نیوز) : د عوامي نېشنل ګوند مرکزي سینئر نائب صدر او د خېبر پښتونخوا پخواني وزیراعلی امیر حیدر خان هوتي ویلي چې صوبه د ترهګرۍ او توندلارۍ په اور کې سوځي او په داسې حالاتو کې سیاسي ثبات ته سخته اړتیا ده.

 

نوموړي په خېبر پښتونخوا کې د ګورنر راج لګول یو غیرجمهوري اقدام بللی، خو ویلي یې دي چې د ګورنر راج لګوونکو په پرتله هغه کسان زیات پړه دي چې د خپلو کړنو له امله یې صوبه دې حالت ته رسولې ده.

 

امیر حیدر خان هوتي د نوښار په نوښار کلا سیمه کې د عوامي نېشنل ګوند د مشر عبدالصمد پراچه د مړینې په مناسبت د فاتحې او غمشریکۍ پر مهال له رسنیو سره خبرې کولې. هغه وویل چې د خېبر پښتونخوا د ګورنر او د هغه د مشاورتي کونسلې پرېکړې او اقدامات داسې نه ښکاري چې یوازې د شپږو میاشتو لپاره وي.

 

د نوموړي په وینا، د صوبې ټول سیاسي ګوندونه، ګورنر او د هغه مشاورتي کونسل باید په ګډه کېني او د سیاسي اتفاق له لارې د ترهګرۍ او توندلارۍ د ختمولو او د جمهوري نظام د پیاوړتیا لپاره یوه جامع تګلاره جوړه کړي.

 

هوتي وویل چې که لرې کړل شوي وزیراعلی او د هغه یو شمېر ملګرو پر خپلو کړنو او چلند له وړاندې غور کړی وای، نو خېبر پښتونخوا به له اوسنیو ستونزو سره نه مخ کېده. هغه زیاته کړه چې عوامي نېشنل ګوند له پیله په خېبر پښتونخوا کې د ګورنر راج د لګولو مخالف و او اوس هم دا اقدام د جمهوري اصولو خلاف ګڼي.

 

د عوامي نېشنل ګوند دغه مشر د بلدیاتي ټاکنو د ځنډېدو او د آئیني عدالت له خوا د پېښور هایکورټ د پرېکړو د ردولو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه. هغه وویل چې دغو پرمختګونو د خلکو د بنیادي حقونو د خوندیتوب په اړه د دوی اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي.

 

امیر حیدر خان هوتي د ۲۰۲۴ کال عامو ټاکنو ته په اشارې وویل چې عوامي نېشنل ګوند د دغو ټاکنو پر پایلو سخت اعتراضونه لرل، خو د جمهوري نظام د دوام او سیاسي ثبات لپاره یې پایلې ومنلې.

 

نوموړي وویل چې خېبر پښتونخوا له سختې ازموینې او لوی سیاسي بحران سره مخ ده او له دې حالته د وتلو لپاره د ټولو سیاسي قوتونو ترمنځ تفاهم ضروري دی. هوتي د تحریک انصاف د واکمنۍ پر تېرو ۱۳ کلونو هم نیوکې وکړې او ویې ویل چې د صوبې خلک د دغه ګوند له کارکردګۍ ناخوښه وو.

 

د هغه په وینا، همدا لامل و چې د تحریک انصاف د حکومت د لرې کېدو پر مهال خلک د دغه ګوند په ملاتړ سړکونو ته راونه وتل، چې دا د تحریک انصاف د ناکامۍ څرګندونه کوي.

 

هغه ټینګار وکړ چې په خېبر پښتونخوا کې د امنیتي ستونزو او سیاسي بې‌ثباتۍ د حل لپاره د سیاسي ګوندونو ترمنځ ګډې پرېکړې او جمهوري لارې چارې ضروري دي.