انقره (شال نیوز) : د ترکیې په لوېدیځې مرکزي سیمه، افیون قره حصار ولایت کې په درېیو کلیو کې د ډزو په جلا پېښو کې اته کسان وژل شوي او یو بل سخت ټپي شوی دی. د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، شکمن بریدګر چې له پېښو وروسته له سیمې تښتېدلی و، د ګاونډي ولایت اسکې‌شهیر په سیمه کې نیول شوی دی.

 

د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو د راپور له مخې، دغه پېښې د پنجشنبې په ماښام د افیون قره حصار ولایت د احسانیه ولسوالۍ په ایازیني، کییر او یوکاری تاندیر کلیو کې شوې دي.

 

د راپورونو له مخې، په ایازیني کلي کې درې کسان په ډزو وژل شوي، په کییر کلي کې د درېیو نورو کسانو مړي موندل شوي او په یوکاری تاندیر کلي کې دوه ښځې په ډزو ټپیانې شوې وې، چې روغتون ته تر لېږدولو وروسته یې ساه ورکړې ده.

 

د افیون قره حصار د والي دفتر ویلي، چې په دغو پېښو کې ټول اته کسان وژل شوي او یو بل کس سخت ټپي شوی دی. ټپي کس روغتون ته لېږدول شوی او درملنه یې روانه ده.

 

د ترکیې رسنیو د وژل شویو دوو ښځینه ښوونکو نومونه عایشه ثنا دمیر او هلال مېته ښودلي دي. هغوی د یوکاری تاندیر منځني ښوونځي ښوونکې وې.

 

د لومړنیو راپورونو له مخې، بریدګر د پمپ‌اکشن ټوپک په وسیله په بېلابېلو ځایونو کې پر خلکو ډزې کړې دي. هغه له پېښو وروسته په یوه سور رنګه موټر کې له سیمې تښتېدلی و.

 

ترکیې امنیتي ځواکونو د شکمن بریدګر د نیولو لپاره عملیات پیل کړل او وروسته یې د اسکې‌شهیر په ګاونډي ولایت کې ونیو. د ترکیې رسنیو د امنیتي سرچینو له قوله د هغه د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

 

د افیون قره حصار د والي دفتر ویلي، چې اړوندې دولتي ادارې د پېښې د ټولو اړخونو د څېړلو لپاره په همغږۍ کار کوي. د ترکیې څارنوالۍ هم د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي. تر اوسه د برید د انګېزې او شکمن بریدګر د هویت په اړه بشپړ رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.