سوات (شال ینیوز) : د خیبر پښتونخوا په سوات کې له یوې ښځې سره د ډلهییز جنسي تېري د تور په تړاو دوه پولیس کانسټېبلان نیول شوي دي. د یوې ښځې د شکایت له مخې، هغه له خپل مېړه سره د سوات له سیاحتي سیمې بحرین څخه د بېرته راستنېدو پر مهال له دوو موټرسايکل سپرو کسانو سره مخ شوې وه.
د ښځې په وینا، دغو کسانو د پلټنو په پلمه هغه او مېړه یې د مینګورې د فضاګټ سیمې یوه هوټل ته بیولي دي. نوموړې ادعا کړې چې هلته یې مېړه په جلا کوټه کې ساتلی او پر هغې یې جنسي تېری کړی دی.
هغې پولیسو ته ویلي چې تورنو کسانو د پېښې د افشا کولو په صورت کې هغې او مېړه ته د وژلو ګواښونه هم کړي دي. پولیس وايي، د پېښې له راپور ترلاسه کولو وروسته یې پلټنې پیل کړې او د سیمې د څارونکو کمرو د ثبت شویو انځورونو په مرسته یې دوه شکمن کسان پېژندلي او نیولي دي.
د نیول شویو کسانو نومونه وحید محمود او محمد غضنفر ښودل شوي دي. د معلوماتو له مخې، وحید محمود د ملاکنډ د بټخېلې د الله ډنډ او محمد غضنفر د پېښور د چمکنۍ اوسېدونکی دی. دواړه د پولیسو په لیکو کې د کانسټېبلانو په توګه دندې ترسره کوي.
د سوات د ضلعي پولیسو مشر عمر خان ویلي چې دواړه نیول شوي پولیس د پېښې پر مهال له دندې بهر وو. د هغه په وینا، د دواړو پر ضد لومړنی معلوماتي راپور ثبت شوی او د پولیسو په اداره کې یې په تړاو جلا پلټنې هم پیل شوې دي.
د قضیې په اړه پلټنې روانې دي. د نیول کېدو معنا د جرم ثابتېدل نه دي او د تورونو په اړه وروستۍ پرېکړه به محکمه کوي.


شال نیوز