کرمه (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د کرمې ضلعې په بره کرمه کې پولیسو د عملیاتو پر مهال یو افغان وګړی له وسلې سره نیولی دی او د هغه په اړه یې پلټنې پیل کړې دي. د امنیتي سرچینو په وینا، پولیسو دغه کس د برې کرمې تحصیل د عالم‌شېر صحرا په احدود اګره سیمه کې نیولی دی.

 

سرچینې وايي چې نیول شوی کس قاري وقاص نومېږي، په قدوس هم مشهور دی او د افغانستان وګړی دی.

د پولیسو د سرچینو په وینا، له نوموړي څخه یو کلاشینکوف (اې کې ۴۷) هم ترلاسه شوی دی.

 

نیول شوی کس د نورو پلټنو لپاره نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی. پولیس هڅه کوي معلومه کړي چې نوموړی د څه لپاره له وسلې سره په سیمه کې موجود و او ایا له کومې وسله‌والې ډلې یا مشکوکو فعالیتونو سره تړاو لري که نه.

 

تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې نوموړی کله پاکستان ته داخل شوی او په کرمه کې یې د موجودیت موخه څه وه. د نوموړي د نیولو خبر په داسې حال کې خپور شوی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کرمې په سرحدي سیمو کې امنیتي وضعیت له تېرو څو ورځو راهیسې ترینګلی دی.

 

پاکستاني امنیتي سرچینې ادعا کوي چې له افغانستان څخه کرمې ته د وسله‌والو د اوښتو څو هڅې یې شنډې کړې دي. د نومبر په پنځمه د کرمې د شلوزان په سرحدي سیمه کې هم د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ د ډزو د تبادلې راپورونه ورکړل شوي وو.

 

پاکستاني سرچینو ادعا کړې وه چې د تحریک طالبان پاکستان اړوند وسله‌والو غوښتل له افغانستان څخه پاکستان ته واوړي، خو امنیتي ځواکونو یې مخه نیولې وه. تر اوسه د قاري وقاص د نیولو او د دغې سرحدي نښتې ترمنځ کوم مستقیم تړاو نه دی تایید شوی.

 

د نیول شوي کس د احتمالي وسله‌والو اړیکو او فعالیتونو په اړه پلټنې روانې دي او چارواکو لا وروستۍ پایلې نه دي اعلان کړې.