سمرقند (شال نیوز) : د شانګهای همکاریو سازمان عمومي منشي نورلان یرمک‌بایف ویلي چې دغه سازمان د یوه خپلواک، بې‌طرفه او سوله‌ییز افغانستان ملاتړ کوي چې له جګړې، ترهګرۍ او نشه‌یي توکو پاک وي.

 

نوموړي د اکټوبر په شپږمه د ازبکستان په سمرقند ښار کې د شانګهای همکاریو سازمان د کارپوهانو یوې غونډې ته وویل چې دغه سازمان د افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو ملاتړ ته چمتو دی.

 

یرمک‌بایف وویل چې د شانګهای همکاریو سازمان په تېرو نږدې ۲۵ کلونو کې پر یوه مهم سیمه‌ییز سازمان بدل شوی او داسې هېوادونه یې سره راټول کړي چې سیاسي نظامونه، کلتوري دودونه او ملي لومړیتوبونه یې له یو بل سره توپیر لري.

 

هغه د سیمه‌ییز امنیت لپاره د ګډې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ترهګرۍ، افراطیت، له پولو هاخوا د منظمو جرمونو، د نشه‌یي توکو د قاچاق او د پیسو مینځلو مخنیوی د سازمان له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.

 

د شانګهای همکاریو سازمان لس اصلي غړي لري چې چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، هند، پاکستان، ایران او بلاروس پکې شامل دي.

 

افغانستان او مغولستان د دغه سازمان څارونکي غړي دي، خو په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له بیا راتګ وروسته د طالبانو استازو ته د سازمان په غونډو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

 

د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو په تېرو کلونو کې څو ځله د افغانستان د امنیت او ثبات پر اهمیت ټینګار کړی او په دغه هېواد کې یې د ترهګرو ډلو فعالیتونه د سیمې د امنیت لپاره د اندېښنې وړ بللي دي.