پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي اعلان کړی چې د نومبر له نهمې نېټې به د پېښور او لاهور ترمنځ مستقیم هوايي پروازونه پیل شي. ګورنر ویلي چې دغه پروازونه به د اقبال ورځې په مناسبت د ساوت اېر هوايي شرکت په همکارۍ پیل شي.

 

د هغه په وینا، په لومړي پړاو کې به په اونۍ کې څلور پروازونه ترسره کېږي او د دواړو ښارونو ترمنځ به هوايي سفر له ۵۰ دقیقو تر یوه ساعت پورې وخت نیسي. فیصل کریم کنډي ویلي چې د دې هوايي خدمت موخه د خېبر پښتونخوا او پنجاب ترمنځ د خلکو تګ راتګ اسانه کول دي.

 

د نوموړي په وینا، له دې اسانتیا به په ځانګړي ډول په لاهور کې مېشت د خېبر پښتونخوا اوسېدونکي، سوداګر او د سرکاري او شخصي ادارو کارکوونکي ګټه واخلي. ګورنر زیاته کړې چې په راتلونکي کې به د مسافرو اړتیاوو ته په کتو د پروازونو د شمېر زیاتولو هڅې هم وشي.

 

د ګورنر د اعلان له مخې، لومړی پرواز به د نومبر په نهمه د غرمې شاوخوا یوه بجه له پېښوره لاهور ته روان شي.