کابل (شال نیوز) : د طالبانو د سترې محکمې مشر او قاضيالقضات عبدالحکیم حقاني ویلي چې جهاد په اسلامي شریعت کې یو تلپاتې حکم دی او تر قیامته به دوام لري، خو د جهاد په نوم هر ډول اقدام باید د شریعت له اصولو سره سم وي.
حقاني د نومبر په شپږمه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د جهاد مشروعیت د اسلامي شریعت په اصولو، اخلاص او الهي احکامو ته په پابندۍ پورې تړلی دی.
نوموړي ویلي چې د دین ملاتړ او د اسلامي ارزښتونو ساتنه باید د شریعت په ټاکلي چوکاټ کې وشي او په دې برخه کې د شخصي غوښتنو، افراطیت او ظلم لپاره ځای نشته.
د طالبانو قاضيالقضات زیاته کړې چې د سپېڅلو موخو د ترلاسه کولو لپاره هم د شرعي حدودو ماتول او له ټاکل شوو اصولو سرغړونه د منلو وړ نه ده. حقاني په خپل بیان کې دا نه دي روښانه کړي چې د جهاد د دوام په اړه یې څرګندونې د کومې ځانګړې جګړې، وسله والې ډلې یا روان امنیتي وضعیت په تړاو کړې دي.
طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې پر افغانستان واکمن دي. دوی د پخواني افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې خپله شاوخوا شل کلنه وسله واله جګړه جهاد بولي.
طالبان په ۱۹۹۴ کال کې د افغانستان په کندهار کې راڅرګند شول. هغه مهال په هېواد کې کورنۍ جګړې روانې وې او د بېلابېلو وسله والو ډلو ترمنځ نښتو پراخه ناامني رامنځته کړې وه.
دغې ډلې د امنیت د ټینګولو، د خپلمنځي جګړو د ختمولو او د اسلامي شریعت د پلي کولو په شعار خپل فعالیتونه پیل کړل او په ۱۹۹۶ کال کې یې کابل ونیو.
طالبانو تر ۲۰۰۱ کال پورې د افغانستان پر ډېری برخو واکمني وکړه، خو د هماغه کال په وروستیو کې د امریکا په مشرۍ له پوځي عملیاتو وروسته له واکه لرې شول.
له واکه تر لرې کېدو وروسته طالبانو د پخواني افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې وسله واله جګړه روانه وساتله. د دغو جګړو پر مهال زرګونه ملکي وګړي، افغان امنیتي سرتېري او د نړیوالو ځواکونو غړي ووژل شول او ګڼ شمېر خلک له خپلو کورونو بې ځایه شول.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو پر مهال، یو ځل بیا کابل ونیو او واک ته ورسېدل.
د طالبانو د دویمې واکمنۍ پر مهال د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او په ټولنیز ژوند کې پر ګډون پراخ محدودیتونه لګېدلي دي. ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو په وار وار له طالبانو غوښتي چې دغه محدودیتونه ختم کړي.
طالب چارواکي بیا وايي چې د دوی قوانین او پرېکړې د اسلامي شریعت له مخې دي او د نړیوالو فشارونو له امله به له خپلې تګلارې لاس وانخلي.
د طالبانو د قاضيالقضات تازه څرګندونې په داسې مهال شوې چې د افغانستان د اوسني حکومت د تګلارو، د اسلامي شریعت د تفسیر او د وسله وال جهاد د مفهوم په اړه په کور دننه او نړیواله کچه بحثونه روان دي.


شال نیوز