نوې ډیلي (شال نیوز) : د هند کورنیو چارو وزارت په یوه تازه فرمان کې د افغانستان او پاکستان د یو شمېر مذهبي لږکیو لپاره د کډوالۍ او استوګنې شرایط اسانه کړي دي.
د دغه فرمان له مخې، د افغانستان هغه هندوان، سېکهان، بودایان، عیسویان، جینان او زردشتیان چې د مذهبي ځورونې له وېرې د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر تر ۳۱مې مخکې هند ته تللي، د پاسپورټ او د سفر د معتبرو اسنادو له ځینو شرایطو معاف شوي دي.
د 'ټایمز اف انډیا' ورځپاڼې د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې دغه معافیت پر هغو کسانو هم پلي کېږي چې هند ته له پاسپورټ یا نورو معتبرو سفري اسنادو پرته داخل شوي وي، یا یې د سفر اسناد دغه هېواد ته د ننوتلو پر مهال د اعتبار وړ نه وو.
خو د راپور له مخې، دغه کسان باید په هند کې د خپلې استوګنې د دوام لپاره د دغه هېواد له داخلېدو وروسته مناسبه ویزه ترلاسه کړي. دا اسانتیاوې د هند د ۲۰۲۶م کال د کډوالۍ او بهرنیو وګړو د معافیت فرمان په چوکاټ کې اعلان شوې دي.
همدارنګه، د هند حکومت د یو شمېر پاکستاني وګړو لپاره د پاسپورټ د نوي کولو شرایط هم اسانه کړي دي. دا هغه کسان دي چې د دایمي استوګنې په موخه د ۲۰۰۹م کال د ډسمبر تر ۳۱مې مخکې هند ته تللي وو.
دغو کسانو په پاکستان کې د حکومت له خوا د ورکړل شوې ملي پېژندپاڼې د نشتوالي له امله نه شوای کولای خپل پاسپورټونه نوي کړي. د دغه فرمان له مخې، د سریلانکا تامیل کډوال او تبتیان هم د پاسپورټ او ویزې اړوند له ځینو قوانینو معاف شوي دي.
په دغه فرمان کې د نیپال او بوتان د وګړو د تګ راتګ او پېژندنې بهیر هم اسانه شوی دی. د فرمان له مخې، د دغو دواړو هېوادونو وګړي کولای شي د هند د ویزې په لارښود کې د ټاکل شویو هویتي اسنادو له وړاندې کولو سره د دواړو هېوادونو او هند ترمنځ له ګډو پولو تګ راتګ وکړي.
خو هغه نیپالي او بوتاني وګړي چې د چین، مکاو، هانګ کانګ یا پاکستان له لارې هند ته سفر کوي، باید د دغه هېواد د ننوتلو لپاره معتبر پاسپورټ او ویزه ولري. د هند کورنیو چارو وزارت ویلي، هغه بهرني وګړي چې د دغه فرمان تر پوښښ لاندې راځي، باید هند ته د ننوتلو او ترې وتلو لپاره له رسمي کډوالۍ لارو څخه استفاده وکړي.


شال نیوز