پیرس (شال نیوز) : د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له طالبانو سره یې د ځینو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه تخنیکي خبرې کړې دي، خو د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو هېڅ اراده نه لري.
د دغه وزارت ویاند پاسکال کنفاورو په یوه خبري غونډه کې ویلي چې فرانسه طالبان په رسمیت نه پېژني او د افغانستان په اړه یې په خپل دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راوستی.
نوموړي هغه راپورونه هم رد کړي چې ګواکې طالبان به په پیرس کې د افغانستان په سفارت کې خپله قونسلي ډله ځای پر ځای کړي یا به هلته د خپلو چارو د پرمخ بېولو لپاره ځانګړې کاري ډله جوړه کړي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، له طالبانو سره خبرې یوازې د هغو افغان وګړو د بېرته ستنولو په اړه دي چې په فرانسه کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري او د فرانسوي چارواکو په ارزونه د دغه هېواد عامه نظم او امنیت ته ګواښ پېښوي.
هغه ویلي چې دا خبرې تخنیکي بڼه لري او باید د طالبانو د حکومت د سیاسي رسمیت پېژندلو په معنا وانخستل شي. کنفاورو زیاته کړې چې د فرانسې د وګړو امنیت د حکومت له مسوولیتونو څخه دی او له طالبانو سره دغه محدودې خبرې هم د همدې موخې لپاره شوې دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې هېواد یې د افغانستان له خلکو، په ځانګړي ډول له ښځو سره د مرستو دوام ته ژمن دی. د نوموړي د معلوماتو له مخې، فرانسې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې افغانستان ته د ۱۸۷ میلیونه یورو په ارزښت بشري مرستې برابرې کړې دي.
د دغو مرستو یوه برخه د روغتیايي خدمتونو لپاره ځانګړې شوې ده. هغه دا هم ویلي چې فرانسې ۱۷ زره افغان ښځو ته د ویزو او پناه غوښتنې زمینه برابره کړې ده. فرانسې تر دې وړاندې هم ویلي چې له طالبانو سره د محدودو اداري او تخنیکي اړیکو موجودیت د هغوی د حکومت د رسمیت پېژندلو په معنا نه دی.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړ. له هغه راهیسې د ښځو پر زده کړو، کار او ټولنیز ژوند لګېدلي محدودیتونه د فرانسې او د یو شمېر نورو هېوادونو د نیوکو له مهمو موضوعاتو څخه دي.


شال نیوز