اسلاماباد (شال نیوز) : نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي چې د پاکستان ټول بهرني پورونه په تېرو لسو کلونو کې نږدې دوه برابره شوي او د ۲۰۲۵ کال تر پایه ۱۳۵ اربه او ۱۰۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي.
د نړیوال بانک د ۲۰۲۶ کال د نړیوالو پورونو د راپور له مخې، په ۲۰۱۵ کال کې د پاکستان بهرني پورونه ۶۸ اربه او ۶۷۳ میلیونه ډالره وو، خو لس کاله وروسته دغه اندازه ۱۳۵ اربه او ۱۰۷ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې ده.
د دغو شمېرو له مخې، په تېره یوه لسیزه کې د پاکستان بهرني پورونه څه باندې ۶۶ اربه ډالره زیات شوي دي. د نړیوال بانک کلنۍ شمېرې ښيي چې د تحریک انصاف د حکومت پر مهال هم د پاکستان بهرني پورونه په څرګند ډول زیات شوي وو.
په ۲۰۱۸ کال کې، چې عمران خان واک ته ورسېد، د پاکستان ټول بهرني پورونه د کال تر پایه ۱۰۱ اربه او ۱۲۰ میلیونه ډالره وو. دغه اندازه په ۲۰۱۹ کال کې ۱۱۱ اربه، په ۲۰۲۰ کال کې نږدې ۱۱۹ اربه او د ۲۰۲۱ کال تر پایه ۱۳۱ اربه او ۷۴۶ میلیونه ډالرو ته رسېدلې وه.
د دغو شمېرو له مخې، د ۲۰۱۸ کال له پای څخه د ۲۰۲۱ کال تر پایه د پاکستان بهرني پورونه ۳۰ اربه او ۶۲۶ میلیونه ډالره زیات شوي وو. عمران خان د ۲۰۱۸ کال په اګست کې د پاکستان وزیراعظم شو او د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د پارلمان د بې باورۍ له رایې وروسته له واکه لرې شو.
د نړیوال بانک دغه شمېرې د هر کال د دسمبر تر پایه د پورونو اندازه څرګندوي، نو د تحریک انصاف د حکومت د واکمنۍ له دقیقې مودې سره بشپړ سمون نه لري.
د پاکستان د اقتصادي چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د تحریک انصاف حکومت د خپلې ۴۵ میاشتنۍ واکمنۍ پر مهال شاوخوا ۴۹ اربه او ۲۳۰ میلیونه ډالره بهرني پورونه اخستي وو.
خو د اخستل شوو پورونو مجموعي اندازه د هېواد په پاتې بهرنیو پورونو کې له خالص زیاتوالي سره توپیر لري، ځکه حکومت په همدې موده کې د پخوانیو پورونو یوه برخه هم بېرته ورکړې وه.
د نړیوال بانک د راپور له مخې، د پاکستان د ۱۳۵ اربه او ۱۰۷ میلیونه ډالرو بهرنیو پورونو له ډلې ۱۰۷ اربه او ۷۶ میلیونه ډالره د حکومت او هغو ادارو پورونه دي چې حکومت یې ضمانت کړی دی.
پر دې سربېره، ۱۷ اربه او ۵۸۰ میلیونه ډالره د خصوصي ادارو هغه پورونه دي چې حکومت یې ضمانت نه دی کړی، او لس اربه او ۴۵۱ میلیونه ډالره لنډمهاله بهرني پورونه دي.
راپور ښيي چې د حکومت او د حکومت په ضمانت د اخستل شوو پورونو له ډلې ۵۶ اربه او ۸۳۰ میلیونه ډالره د نړیوالو مالي ادارو، ۴۲ اربه او ۴۳۰ میلیونه ډالره د بېلابېلو هېوادونو او شاوخوا اووه اربه او ۸۰۰ میلیونه ډالره د خصوصي پور ورکوونکو دي.
نړیوال بانک ویلي چې چین د پاکستان تر ټولو لوی انفرادي پور ورکوونکی هېواد دی. د راپور له مخې، پاکستان چین ته شاوخوا ۲۲ اربه او ۴۰۰ میلیونه ډالره پوروړی دی.
له چین وروسته نړیوال بانک د پاکستان له مهمو پور ورکوونکو ادارو څخه دی چې شاوخوا ۱۹ اربه او ۲۰۰ میلیونه ډالره پورونه یې ورکړي دي. اسیايي پرمختیايي بانک هم پر پاکستان نږدې ۱۶ اربه او ۸۳۰ میلیونه ډالره پور لري.
د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د رسمي پور ورکوونکو ادارو او هېوادونو د نویو پورونو د بېرته ورکولو منځنۍ موده ۱۶ کاله وه او د سود منځنۍ کچه یې درې اعشاریه شپږ سلنه وه.
خو د خصوصي پور ورکوونکو د نویو پورونو د سود منځنۍ کچه اته اعشاریه شپږ سلنه وه او د بېرته ورکولو منځنۍ موده یې درې کاله وه. د راپور له مخې، چین په ۲۰۲۵ کال کې پاکستان ته د دوو اربه ډالرو پورونو د بېرته ورکولو موده وغځوله.
همداراز، د پیسو نړیوال صندوق د خپلو اقتصادي پروګرامونو له لارې پاکستان ته دوه اربه او ۳۰۰ میلیونه ډالره نور ورکړي دي. د پاکستان د خزانې وزارت ویلي چې د هېواد د حکومت ډېری بهرني پورونه د اوږدې مودې او نسبتاً ټیټ سود پورونه دي.
د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۲ کال تر پایه د پاکستان ټول بهرني پورونه ۱۲۷ اربه او ۵۹۴ میلیونه ډالره وو، چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه ۱۳۵ اربه او ۱۰۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي.
د پاکستان د بهرنیو پورونو په مجموعي شمېر کې د حکومت د مستقیمو پورونو ترڅنګ د سرکاري ادارو، بانکونو او خصوصي شرکتونو بهرني پورونه هم شامل دي.
نړیوال بانک په خپل راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ د ټیټ او منځني آمدن لرونکو هېوادونو ټول بهرني پورونه پنځه اعشاریه پنځه سلنه زیات شوي او نهه اعشاریه څلور ټریلیونه ډالرو ته رسېدلي دي. د راپور له مخې، دا په تېرو څلورو کلونو کې د دغو هېوادونو د بهرنیو پورونو تر ټولو چټک کلنی زیاتوالی دی.


شال نیوز