اورکزي (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په اورکزو ضلعه کې د رحم د غاړې د سرطان د مخنيوي لپاره له ۱۷ زرو زياتو جينکو ته د واکسين لګولو هدف ټاکل شوی دی. په دې اړه د اورکزۍ ډپټي کمشنر يوسف علي مومند په مشرۍ يوه غونډه شوې چې پکې د صحت محکمې چارواکو، قومي مشرانو او خبريالانو ګډون کړی دی.
په غونډه کې اېډيشنل ډپټي کمشنر ياسر سلمان کنډي، د ضلعې د صحت محکمې مشر ډاکټر هدايت الله مروت او نورو چارواکو هم برخه اخستې ده. د صحت محکمې چارواکو ګډونوالو ته د رحم د غاړې د سرطان، د دې ناروغۍ د مخنيوي او د واکسين د ګټو په اړه معلومات ورکړل.
د اورکزۍ ډپټي کمشنر يوسف علي مومند وويل چې د واکسين لګولو په دې کمپاين کې به له نهو تر ۱۴ کلونو پورې عمر لرونکو جينکو ته واکسين لګول کېږي. د ضلعې د صحت محکمې مشر ډاکټر هدايت الله مروت وويل چې د واکسين له لګولو وروسته په ځينو جينکو کې د لږې تبې په څېر معمولي نښې څرګندېدای شي.
نوموړي وويل چې د واکسين موخه د جينکو د راتلونکي ژوند خوندي کول او د رحم د غاړې د سرطان د رامنځته کېدو د خطر کمول دي.
د رحم د غاړې سرطان يوه داسې ناروغي ده چې زياتره د هيومن پاپيلوما وايرس د ځينو ډولونو له امله رامنځته کېږي. د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا، د دې وايرس پر ضد واکسين د رحم د غاړې د سرطان د ډېرو پېښو مخنيوی کولی شي.
ډپټي کمشنر يوسف علي مومند په غونډه کې له ديني عالمانو، قومي مشرانو او د رسنيو له استازو وغوښتل چې د واکسين په اړه خلکو ته معلومات ورکړي او د کمپاين په برياليتوب کې مرسته وکړي.
هغه وويل چې د راتلونکو نسلونو د صحت ساتنه د ټولنې ګډ مسئوليت دی او د ميندو له ښه صحت پرته د سالم نسل تصور نه شي کېدای. يوسف علي مومند زياته کړه چې د ټولنې د بېلابېلو طبقو خلک دې له صحت محکمې سره همکاري وکړي، څو ټاکل شوې جينکۍ له دې واکسين څخه برخمنې شي.
د اورکزو انتظاميې تر اوسه د واکسين لګولو د کمپاين د پيل او پای کره نېټې نه دي اعلان کړې.


شال نیوز