پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د معدنیاتو چارو سلاکار ډاکټر سید سرفراز علي شاه ویلي چې چینايي پانګوالو په صوبه کې د معدني زېرمو په راویستلو او د خامو معدني موادو د پاکولو او تیارولو لپاره د کارخانو په جوړولو کې دلچسپي ښودلې ده.

 

د اکتوبر په شپږمه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، نوموړي دا خبرې د چینايي او پاکستاني پانګوالو له یوه ګډ پلاوي سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

 

په دې لیدنه کې د خېبر پښتونخوا په معدني زېرمو کې د پانګونې، د کانونو د راویستلو لپاره د نوې ټکنالوژۍ د کارولو او د پاکستان او چین ترمنځ د ګډ کار پر امکاناتو خبرې شوې دي.

 

ډاکټر سید سرفراز علي شاه ویلي چې اوس مهال د صوبې خام معدني مواد د پاکولو او تیارولو لپاره بهرنیو هېوادونو ته لېږل کېږي، خو حکومت غواړي چې دا کار په خېبر پښتونخوا کې دننه وشي.

 

د هغه په وینا، چینايي پانګوال به په صوبه کې د معدني موادو د راویستلو ترڅنګ د دغو موادو د پاکولو او په کارېدونکو توکو د بدلولو کارخانې هم جوړې کړي.

 

نوموړي ویلي چې په دې سره به د معدني موادو ارزښت زیات شي او صوبې ته به یې اقتصادي ګټه ورسېږي. هغه زیاته کړې چې د دغو کارخانو جوړېدل به د صوبې اقتصادي فعالیتونه پراخ کړي او ځايي خلکو ته به د روزګار نوې لارې پیدا کړي.

 

ډاکټر سید سرفراز علي شاه ویلي چې خېبر پښتونخوا د معدنیاتو پراخې زېرمې لري او حکومت هڅه کوي چې له دغو زېرمو څخه د ګټې اخستو لپاره کورني او بهرني پانګوال راجلب کړي.

 

د هغه په خبره، حکومت غواړي چې د معدنیاتو په راویستلو او تیارولو کې نوې ټکنالوژي وکارول شي او پانګوالو ته د کاروبار مناسب شرایط برابر کړل شي.

 

په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې چینايي پانګوال به په کومو ضلعو کې کارخانې جوړوي، څومره پیسې به پرې لګوي او د جوړولو کار به یې کله پیل کېږي. دا هم نه ده څرګنده شوې چې په دې اړه کوم رسمي تړون لاسلیک شوی او که د پانګونې خبرې لا روانې دي.