ایبټ اباد (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د ایبټ اباد ضلعې د حویلیانو انټرچېنج ته نږدې پر موټروې د مسافر وړونکي بس او ډمپر ترمنځ په ټکر کې درې کسان مړه او ۱۶ نور ژوبل شوي دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ ایبټ اباد ویاند بلال احمد فیضي ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې له ګلګت څخه راولپنډۍ ته د فیصل موورز شرکت د روان بس ټایر وچاودېد او بس له یوه ډمپر سره ټکر شو.
د نوموړي په وینا، په پېښه کې دوه ښځې او یو سړی مړه شوي چې ویل کېږي د ګلګت اوسېدونکي وو. بلال احمد فیضي ویلي، د پېښې له اطلاع ترلاسه کولو وروسته د ریسکیو ۱۱۲۲ اووه امبولانسونه او یو امدادي ګاډی سیمې ته ورسېدل او د ژغورنې عملیات یې پیل کړل.
د ریسکیو ډلو ۱۶ ژوبلو کسانو ته له لومړنۍ طبي مرستې ورکولو وروسته هغوی د ایبټ اباد ضلعي مرکزي روغتون او ایوب میډیکل کمپلېکس ته لېږدولي دي.
د درېیو مړو کسانو جسدونه هم بېلابېلو روغتونونو ته رسول شوي دي. د ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند تر اوسه د مړو او ژوبلو کسانو نومونه او د ژوبلو روغتیايي حالت نه دی څرګند کړی.


شال نیوز