کلورکوټ (شال نیوز) : د پنجاب صوبې د بکر ضلعې په کلورکوټ سیمه کې د ټراکټر ټرالۍ د اوښتو له امله دوه ښځې او دوه ماشومان مړه شوي او یو شمېر نور کسان ټپیان شوي دي.

 

د پولیسو په حواله د پاکستاني رسنیو د نومبر د شپږمې د راپورونو له مخې، دغه ټراکټر ټرالۍ د خېبر پښتونخوا له ټانک ضلعې څخه د پنجاب سرګودها ته روانه وه چې د کلورکوټ په هېتو خېسور سړک، هېډ بالي اډې ته نږدې واوښته.

 

په ټرالۍ کې د یوې پښتنې کورنۍ غړي سپاره وو. د پېښې له امله دوه ښځې او دوه ماشومان مړه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر نور کسان ټپیان شوي دي.

 

د راپورونو له مخې، له پېښې وروسته د قریشیانوالې ګزمې پولیس او د ریسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکي سیمې ته ورسېدل او ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول.

 

تر اوسه د مړو او ټپیانو نومونه او د ټپیانو کره شمېر نه دی څرګند شوی. دا هم نه ده معلومه چې ټراکټر ټرالۍ د تخنیکي خرابۍ، د چلوونکي د بې احتیاطۍ او که د کوم بل لامل له امله اوښتې ده.

 

د پېښې په اړه د نومبر په شپږمه خپرو شوو راپورونو کې د څلورو کسانو مړینه د پولیسو په حواله تایید شوې، خو د پېښې کره وخت نه دی ښودل شوی.